بریتانیا او جرمني هڅه کوي، چې ټرمپ قانع کړو ترڅو ایران سره له تړونه ونه وځي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۷مه) بریتانیا او جرمني وایي، چې دوی ډونالډ ټرمپ قانع کوي ترڅو له ایران سره له شوي اټمي تړونه ونه وځي.
 
په واشنګټن کې د بریتانیا سفیر کیم ډارویچ ویلي، هېواد یې په دې باور دی چې لا هم ممکنه ده د ایران د اټمي تړون په اړه د ولسمشر ټرمپ اندېښنې وڅېړل شي.
 
معلوماتو له مخې، له ایران سره نړیوالو قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال موافقه کړې ده.
 
له دې وړاندې ټرمپ ویلي، له دې تړونه خوښ نه دی او ایران تورونوي، چې په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو په ملاتړ او د بالستیک توغندیو د پروګرام په دوام سره د دې موافقې له روحیې سرغړونه کوي.
 
هغه خپلو متحدینو ته د روانې مې میاشتې تر ۱۲مې نیټې وخت ټاکلی چې د ایران په اټمي تړون کې ستونزې اصلاح کړي.