
مور مې راته دروغ ويل.........
ډاکټر نجيب ويال
زه په يوه غريبه کورنۍ کې پيدا شوم او د مور نوم مې (لېر) وو. ډېری وخت مونږ د خوراک لپاره دومره څه نه لرل، چې خپلې وږې معدې پرې ډکې کړو. کله به چې ډوډۍ تياره شوه، نو مور مېخپله برخه ورېجې راکولې او ويل راته، "زويه! دغه وريجې وخوره، زه نه يم وږي."
کله چې لږ رالوی شوم، نو مور مې له ماسره يو ځای د بحر غاړې ته تلله. مور به کبان نيول، ترڅو زما لپاره د خوراک يو بله سرچينه پيدا کړي. هر کله به چې ما د کبانو د غوښې ښورا خوړله، نو مور به مې ويل، ؛زويه! دغه د کب غوښه وخوره. "ما به د خپلې مور لپاره د ښورا په کاسه کې غوښه لټوله، خو دي به ويل، "زه د کب غوښه نه خورم."
هر وخت به چې خپله ډوډۍ خلاصه کړه، نو بيا به مې مور راغله زما په خوا کې به کېناسته او زما پاتې شوني خوړه به يې خوړل او د کب له هډوکو به يې غوښه خوړله.
زه په ښوونځۍ کې شامل شوم. د منځنۍ دورې د ښوونځي زده کړې وې، نو مور مې زما د زده کړو د پيسو لپاره دويمه دنده واخېسته؛ په ودانيو کې به يې پاکي کوله.
د ښوونځۍ د زده کړو په وخت کې، يوه شپه د ژمي سخته سړه واوره ورېدله، زه له خوب څخه پورته شوم، ګورم چې مور مې د اضافي کارونو د خلاصولو په موخه وېښه ده او کار کوي.
مور ته مې وويل، "مورې! لاړه شه خوب وکړه. سبا سهار وختي ته بيا اړه يې چې کار ته دې لاړه شې."
مور مې په موسکا راته وويل، "ورځه ګرانه! ته بېده شه. زه نه يم ستړې او خوب نه دی راغلی."
د پلار له مرګ ورسته مې، مور مجبوره وه چې هم د پلار او هم د مور مسوليتونه په غاړه واخلي. د پلار له مړينې وروسته مې د کورنۍ وضعيت له بد پسې بدتر شو. خو پر مونږ د يو مهربانه ګاونډ کاکا مهرباني وه. هغه په هغه سختو حالتو کې لاس راکولو او مرسته يې راسره کوله.
دغه کاکا مې مور ته وويل، چې بيا ځلې واده وکړي. خو مور مې دغه خبره رد کړه.
زه له ښوونځۍ څخه فارغ شوم او دنده مې واخېسته، نو دا هغه وخت وو، چې مور ته مې لاس ورکړم او خوښۍ ورته ډالۍ کړم. ما ښه معاش اخېستلو او توان مې درلودلو چې دواړه يو ځای ژوند وکړو.
ما پلان درلود، چې مور مې له پاتې ژوند څخه خوند واخلي او ډېرې پيسې ورکړم، خو مور مې دا خبر رد کړه او راته يې وويل، "زويه! زه ډېرې پيسې لرم او دغه ژوند چې ته يې راته ښيي، زما نه خوښيږي."
مور مې ډېر عمره شوه او د معدې سرطان ناورغي ورته پيدا شوه. مونږ مجبور وو، چې نوموړې په روغتون کې بستر کړو.
د روغتون په بستر کې مې د مور رنګ او مخ ډېر خراب شوی وو، دي نور عمر خوړلې او ستړې ښکاره کېده. د مور څېرې مې دا ښکاره کوله، چې ناروغي ژوره او د ځوانۍ انتقام يې اوس اخلي.
مور مې ډېره ضعيفه شوه، او په دې ضعيف حالت کې راته وويل، "زويه! ژاړه مه، زه کومه ستونزه او درد نه لرم."
مور مې له دغه وروستيو دروغو، سترګې پټې کړې او د تل لپاره له ما څخه جدا شوه.
زمونږ مورګانې، په دې ځمکه نعمتونه دي. هغه بختور دي، چې تر اوسه يې مېدنې ژوندۍ دي. هر هغه څوګ چې مېندې يې ورسره دي، هر شيبه ورته يوه موقع ده، چې له مېنې يې مننه وکړي او مينه ورکړي.