
دوه اونۍ کېږي چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د بې شرمه دښمن په بریدونو کې د افغانستان ملکيان پوځيان، بې دفاع ماشومان شهیدان کېږي.
څو اونۍ وړاندې د کابل په دشت برچې ساحه کې د پېژند پاڼو په یوه مرکز برید وشو چې په پایله کې ډېر شمېر هېوادوال مو شهیدان شول، ډېری برخه یې هغه ماشومان وُ، کوم چې یا ښوونځیو ته روان ول، او یا هم هلته نېږدې یې حضور درلوده. ددې برید څو شېبې وروسته د استقلال روغتون تر څنګ تېرېدنه چې د پولیسو یو رنجر موټر راغی او د وړو ماشومانو بې روحه جسدونه پکې پراته وه، په لېدو یې ما نه هېرېدونکی درد احساس کولو ځکه ددې ماشومانو ماشومانه هیلې د تل لپاره دوی سره په خاورو کې خښې شوې
په کندهار کې په یوه جومات ځانمرګي برید کې تر یوولسو ډېر ماشومان شهیدان شول، دې ماشومانو هم د هېلو نړۍ درلودې چې ددې وطن د ارمانونو دښمنانو دا نړۍ ونړوله.
خوست کې د نورو ولایتونو په څېر راتلونکو ټاکنو ته د نوم لیکنې مرکزونه فعالیت لري خلک په ډېره مینه ورځي او هلته نوم لیکنې کوي، او غواړي د نظام د پایښت د پاره د قوي ارادې لرونکي استازي ولسي جرګې ته را ولېږي.
پرون هلته هم په یوه جومات کې چاودنه وشوه بېګنا افغانان یې شهیدا کړل، څوک یې ټپيان کړل او څوک یې داسې حالت ته وروسول چې ټول ژوند به له خپل حالت څخه زورېږي، اوس نو ګټه یې چاته وکړه؟
دا معلومه خبره ده چې دوی جګړه د خپلو بادارانو د خوښيو په خاطر کوي دوی ته اسلامیت انسانیت او افغانیت هېڅ ارزښت نه لري.
پردیو تل د حکومت په تخریب او د افغانانو په شهیدانولو سره خپلې خوښۍ لمانځلي. په تېرو کلونو کې زموږ ډېر هېوادوال او افغان امنیتي ځواکونه په افغانستان کې د وسله والو بریدونو قربانیان شول،
وسله والو زموږ جوماتونه ښوونځي، سرکونه، د برښناپایې له منځه وړي دي.
وسله وال ددې تر څنګ چې یوه قاتله ډله ده ورانکارې ډله هم ده. جومات د الله ج کور دی، یو مقدس ځای د عبادت کوونکو د پاره دی، کله چې وسله وال زموږ مقدس ځایونه په نښه کوي له دې څرګندېږي چې دوی اصلاً په اسلام عقیده او باور نه لري.
ښوونځي چې د ټولو علومو د زده کړې ځای دی هلته ددې وطن بیچان روزل کېږي وسله وال هغه راڅخه سوځوي ځکه چې دوی نه غواړي ددې وطن بچی تحصیل او پرمختګ وکړي. برېښنا چې ددې وطن د اقتصاد د ودې په برخه کې مهم رول لوبوي وسله وال نه غواړي چې زموږ اقتصاد پياوړی شي نو د برېښناپایې ورانوي.
پلونه او سرکونه چې ولایات یو د بل سره وصل کوي وسله والو تل هڅه کړې دا ارتباط له منځه یوسي چې په پایله کې ولس له دولت څخه نا هیلی کېږي.
ولس د ځانونه د پردیو دسیسو قرباني کوي نه، دا د له ذهن څخه لرې کړي چې طالب ستا د حق د پاره جګړه کوي، یا د دولت سیاسي مخالفین زما د حق د پاره د دولت په وړاندې تبلیغات کوي.
څنګه چې طالب د خپلو بادارانو د پاره دا وطن ورانوي، همداسې سیاسي مخالفین هم د خپلو پردیو بادارانو په فرمایش د خلکو اذهان توروي تر څو ددوی ګنده او پلیتې څېرې او کړنې پټې پاتې شي، موږ ته هغه خېرن وسله وال، او د نظام په منځ کې نکټایي دار نظام سیاسي مخالف یو شان حیثیت لري.
طالب او د نظام سیاسي مخالفین د هیچا مدافع ندي هغوی د پردیو بادارنو په خاطر دا بېګناه ولس شهیدانوي او د هېواد د وګړو تر منځ تفرقه اچوي.
دې حالاتو ته په کتو اړتیا ده چې موږ ویښ شو، احساس پيدا کړو، ځانونه حقیقي افغانان کړو، موږ د مسوولیت احساس وکړو.
افغان امنیتي ځواکونه ددې وطن دعزت ساتونکي دي، ددوی مېړانه او سر ښیندنه دې قدر وړ ده له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ د هر افغان مسوولیت دی کله چې موږ د خپل دولت، د افغان امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې د شته قومونو ملاتړ وکړو د دښمن ټولې دسیسې به شنډې کېږي.
نن ورځ مو ګورو چې زموږ د بې اتفاقۍ له وجهې هره ورځ وژل کېږو، هره ورځ بېلېږو. نو د یوې قوي ارادې په لرلو سره د حکومت له ټولو برنامو ملاتړ د پرديپالو پر مخ یو لوی ګذار دی، ځکه همدا ملاتړ مو د قوت سبب کېږي.
موږ د یوه با ثباته افغانستان د پاره مبارزه کوو!