
روهي (دوه نۍ/۱۷ د غوايي)، د ۲۰۱۸ ز کال مارچ مياشتې په ولسمشريزو ټاکنو د ولادميير پوتين له بريا وروسته نوموړی د څلورم ځل لپاره د روسيې د ولسمشر په توګه لوړه کوي.
پوتين د ۱۸ کالونو راهيسې په پرله پسې ډول د روسيې د ولسمشر او لومړي وزير په توګه پاتې شوی او تر راتلونکو شپږو کالونو پورې به ياد هېواد اداره کړي.
تېره ورځ يو شمېر روسانو او نورو مخالفو سياسي ډلو د پوتين له حکومت سره د مخالفت په پار سړکونو ته را ووتل او د نوموړي پر ضد يې لاريونونه وکړل.
پوتين په روسيه کې له غښتلي نفوذ څخه برخمن دی او د روسيې تېرې ټاکنې يې هم، له نورو نوماندانو څخه په ژور توپير په غوڅ اکثريت سره وګټلې.