د پاکستان د کورنيو چاورو وزير په ډزو ټپي شوی

روهي (دوه نۍ/۱۷ د غوايي)، د پاکستان د کورنيو چارو وزير اقبال احسن تېره ورځ د (نارووال په کنجروړ) نومي سيمه کې د يوې غونډې په ترڅ کې وېشتل شوی او ټپي شوی دی.

اقبال احسن د مسلم ليګ نواز ګوند په يوه ناسته کې چې د نوموړی له پلرني کلي سره نېږدې جوړه شوې وه خبرې کولې.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې هرکله اقبال احسن په غونډه کې خپله وينا وکړه او غونډه پای ته ورسېده، چې په وروستيو شيبو کې يو کس پر نوموړي ډزې وکړې او دی يې ټپي کړ.

د وزير د کورنيو غړو او ډاکټرانو د نوموړي روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی او زياتوي چې په نېږدې ورځو کې به له روغتون رخصت شي او لاهور ته به ولېږل شي.

پوليسو بريدګر نيولی او تر اوسه مالومه نه ده، چې بريدګر ولې په اقبال احسن بريد وکړ او يا له کومې وسله والې ډلې سره تړاو لري او کنه.