نن (لنډه کیسه)

فرهاد له حمام څخه راووتو، کالي یې واغوستل، هندارې ته ودرېدو، په بورس باندې یې ویښته یوې او بلې خواته واړول، ښه ورته ښکاره نه شول، بېرته یې ګډوډ کړل یوه شېبه غلی و، بیا یې له ځانه سره وویل:
- ورکه پورته به یې واړوم

لاس یې بورس ته ور اوږد کړ، دا ځل یې ویښته پورته واړول، په شونډو یې ژبه کش کړه، سوربخونې غوندې ورته ښکاره شوې، خوند یې ورکړ، د کریمو قطی یې را واخیست، سر یې واز کړو، په ګوته باندې یې لږ را واخیستل، د اننګوپه سرونو او تندي باندې یې ځای ځای ووهل، دواړه لاسونه یې په مخ کش کړل بیا یې ځانته وکتل، جلد یې تازه شو، هنداره کې لږ ځانته خندۍ غوندې شو بیا یې زیاته کړه:
- نن به څومره ښه ورته ښکاره شم

موبایل ته یې لاس کړ، د نرګس نمبر یې له نظر تېر کړ، زنګ یې ورته ووهلو هغې ځواب ورنه کړ، په ذهن کې یې را وګرځېدل:

- شاید په امله کې له ملګرو سره یې وي
په الیاس یې غږ وکړ:

- د ویښتو غوړ او کریم مې په ځای درته کېښودل او هغه اسفرې دې چېرته،
(پای)