د پاکستان  پر کورنيو چارو وزير وسله وال بريد شوی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۶مه) په راپورنو کې راغلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر احسن اقبال باندې په پنجاب کې مرګونی برید شوی دی.
 
هلته امنیتي مسوولینو ویلي، چې احسن اقبال د پنجاب د نارووال ښار په کنجرور تحصیل کې یوې غونډې ته وینا کوله، چې یو تن ورباندې ډزې وکړې.

معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزیر پر اوږه لګېدلی دی.
 
پولیس په وینا؛ برید کوونکی یې نیولی دی.