ګلــې چې وجود رانه مـــــــــرات نه شـــي
سترګې رانــــه واړوه درد زیات نه شي
راوړه په شيــــدو لړلــې خــــــــــوله سپينه
چا ويل چې په مـــا باندې زکات نه شـــي
سپيــــــنه لــــــــــــوپټه کــــې مې زړه ونغاړه
وینې ترې راتوی نه شي او مات نه شي
څـــــومــــــــــره وږي تــــــږي دې راوکتـــل
نه ګرانـــې په تـــــا باندې خيـــرات نه شي
ځه طالبه!! ځــه کــــــوڅــه کـــې څــه کــــوې؟
بيا يې چې خـراب درته خيــلات نه شـــي
طالب منګل
وروستي