
روهي (يوه نۍ/۱۶ د غوايي)، د امريکا په هاوایي ايالت کې د زلزلې او اورغورځونکې لوا له امله په سلګونه کورونه وران شوي او همدارنګه تر اوسه دوه زره کسان خوندي سيمو ته لېږدول شوي دي.
په هاوایي ايالت کې د طعبيي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د غه زلزله او اورغورځونه به تر مياشتو پورې دوام وکړي.
د رويټرز د خبر له مخې اورغورځونه او زلزله د هاوایي ايالت د اوسېدو په سيمه کې رامنځ ته شوي او له ۱۹۷۵ څخه را وروسته تر ټولو قوي زلزله ښودل شوې ده.
ساينس پوهان وايي، چې دغه زلزلې به نېږدې تر مياشتو دوام وکړي او زور به يې لا پسې زيات شي.
هاوایي په ارام سمندرګي کې د امريکا متحدو ايالت پنځم ايالت دی، چې د بحر سره د پولو له امله ډېر وخت په کې وژنکې طعبيي پېښې رامنځ ته کيږي.