امريکا په بريالېتوب سره مريخ ته فضايي توغندی وتوغاوه

روهي (يوه نۍ/۱۶ د غوايي)، د امريکا متحدو ايالتو فضايي ادارې ناسا ويلي، چې له غږ څخه چټک فضايي توغندي يې په بريالېتوب څخه د مريخ خوا ته توغولی چې د نومبر په مياشت کې به مريخ ته ورسيږي.

د بي بي سي د خبر له مخې دغه فضايي توغندی له غږ چټک مزل کوي او د مريخ دننه به څېړنې تر سره کړي.

د ناسا موخه له دې توغندي څخه د مريخ دننه د زلزلو په اړه د راپورونو برابرول دي. ويل کيږي، چې د مريخ دننه په سلګونه زلزلې تر سره کيږي، چې دغه روباټيک توغند به يې په اړه مالومات راټول کړي.

د امريکا متحدو ايالتو ساينس پوهانو هيله ښودلې ده، چې له غږ چټک دغه توغندی به د مريخ دننه څېړونو پرته، د ځمکې کُرې او مريخ ترمنځ د موجوده اختلافاتو په اړه هم مالومات وړاندې کړي.