د اسرائیل صدراعظم له ولسمشر پوتین سره ګوري

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۶مه) د رسنیو راپورونو پر بنسټ؛ د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو دفتر مسوولینو ویلي، چې دی به د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ چې د مې ۹مه کېږي،  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري.
 
ویل شوي، چې دواړه لوړ پوړي چارواکي به د سیمې پر مسئلو سره خبري کوي.
 
د نتانیاهو دفتر تیره ورځ لیکلي و، چې دواړه مشران به پر نازي جرمني د پخواني شوروي اتحاد د بري د کالیزي په دودیز پرېډ یا رسم ګذشت کې له ګډونه وروسته په کرملین ماڼۍ کې سره وګوري.
 
  نوموړي په حواله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا غوښتنه ورغبرګه کړې چې له ایران سره دې د ۲۰۱۵ میالدي کال اټمي موافقه اصلاح شي.