
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۶مه) په راپورونو کې راغلي، چې د پاکستان په بلوچستان ايالت د کوټې ولسوالۍ اړوند په دوو سيمو کې د سکرو په کانونو کې چاودنو ۱۶ کارگران وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي دي.
ویل شوي، چ ې په يوه کان کې څلور نور کان کيندونکي بند پاتې دي.
مسوولینو په خبره، د هغوی ژغورلو هڅه کوي.
دا پېښې د کوټې ښار ختيځ مارواړ او سپين کاريز سيمو کې رامنځته شوي دي.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې په دغو درې واړو کانونو کې د درنو چاودنو له امله ټول کان کيندونکي بند پاتې وو.
د بلوچستان ايالت مسوولینو ویلي، چې د مارواړ له کانونو يې تر اوسه دولس مړي او نهه ټپيان يې راويستي او د څلورو نورو ايسار شوو کسانو د ژغورلو هڅې کوي، خو ځايي سرچينې وايي، چې د ايسار شوو کسانو ژوندي ژغورل ناشوني ښکاري.
د پاکستان ډان نيوز وايي، چې کان کيندونکي د خیبر پښتونخوا د سوات سيمې اوسېدونکي دي.