
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۶مه) د امریکا ددفاع وزارت اندېښمن شوی، چې ګواګې په سمندرونو کې د روسیې پوځي حضور زیات شوی دی.
ویل یې دي، ددې کار لپاره به د شمالي اتلانتیک په اوبو کې خپل پوځيان ډېر کړي.
د راپورنو له مخې، روسیې په دې وروستیو کې په سترو سمندرونو کې د خپلو پوځيانو تحرکات ډېر کړي دي او سترې بېړۍ یې په نظامي تجهیزاتو بار تګ راتګ کوي.
امریکا چارواکو ویلي، دا د ځينو هېوادونو د امنیت لپاره خطرناک فعالیتونه دي چې باید مخه یې ونیسي.
پنټاګون په همدې غبرګون کې د سمندري ځواکونو یوه نوې قطعه رامنځ ته کړې ده.