
سوله له موږ ورکه وه ډېر کلونه موږ په سوله پسې منډې ووهلې، د سولې په خاطر موږ هر قیمت ته حاضر وه.
خو سوله مو چاسره کړې وای؟
لوری نه وه څرګند ، ځکه پردۍ جګړه په موږ تپل شوې وه.دې جګړې موږ په هر لحاظ وځپلو.
ډېر افغانان یې را شهیدان کړل ، څوک ټپيان ، څوک کډوال شول، کورنۍ بې سر نوشته شولې ، بدبختانه زموږ نامرده او بیغیرته دښمن یوه ورځ هم خپل مشکل مشخص نه کړ چې بالاخره دوی څه غواړي نه یې غوښتنه مشخصه وه ، هر څه چې وه کلونه یې په نا معلومه جګړه سخت ووژلو سخت یې وژړولو ، سخت یې ټوټه ټوټه کړو.
د تېرو جګړو پر مهال موږ داسې یو مشر نه لرلو چې زړه مو پرې تړلی وای، او هېواد یې د امن برنامې لرلی.
یو شهید ډاکټر نجیب الله وه چې له مجاهدینو یې وغوښتل چې را د شي سیاسي قدرت د په خپل واک کې ونیسي او جګړو څخه د لاس واخلي، پردیو ته د اجازه نه ورکوي چې افغانستان د جګړې میدان ورګځوي، بدبختانه مجاهدین هم په دوه ډلو ووېشل شول چا دلته کور په کور جګړې پيل کړلې ، چا په اسلام آباد کې کورنه واخیستل کورنۍ یې هلته ځای پر ځای کړلې او له هغې ځایه یې د بادارانو په فرمایش د افغانستان د ورانولو برنامې جوړې او عملي کړلې.
د وخت جمهور رئيس حامد کرزي له دور څخه را په دې خوا د سولې هڅې پيل شولې. وروسته بیا د ټاکنو پرمهال ولسمشر غني د ولس سره د سولې په ټينګښت ډېرې ژمنې وکړې.
دا چې د هېواد ډېرې چارې د حکومت غاړې ته پاتې وې ، ستونزمنه وه چې ټولو ژمنو ته د پر وخت رسېدنه شوې وای، سوله او مخالف لوري سره خبرې او د هغوی قانع کولو کوم آسانه کار نه دی، کله چې د جګړې لوری څرګند وي د سولې امکانات هم ډېر وي خو کله چې د جګړې لوری ناڅرګنده وي سوله د چاسره وشي؟
د اسلامي حزب سره سوله د وخت جمهور رییس حامد کرزئ له وخته پيل وه چې بیا وروسته د ملي یووالي حکومت په هڅو او تر ډېرو مذاکراتو وروسته دا ډله پخلا شوه.
وروسته یې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړلې، ولې د طالبانو له لوري تل منفي ځواب اورېدل شوی. دا چې د افغانستان جوړښت او آرامۍ د پاره د افغانستان له حکومت سره ډېرې طرحې موجودې دي.
زموږ د حکومت مشرانو یوه لاره نه بلکې ډېرې لارې یې غوره کړې، د سولې دروازې یې د افغاني طالبانو د پاره خلاصې کړلې، خو دا چې د ترهګرو اصلي پټنځایونه په پاکستان کې دي له پاکستان سره یې خبرې پيل کړلې بدبختانه تر ننه نه پاکستان د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ او نه یې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړل او مالي سرچینې یې هم پرې بندې نکړې.
زموږ مشرانو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې هم دا مسله یاده کړه چې پاکستان د په خپله خاوره کې ترهګري ختمه کړي ، په وار وار د سولې په نړیوالو کنفرانسونو کې په پاکستان غږ وکړ چې پاکستان د طالبان دسولې میز ته کېنوي، بدبختانه چې پاکستان دا غوښتنې نا ځوابه پرېښودې او تر دې چې دوی په خپله خاوره کې د ترهګرو د پټنځایونو شتون رد کړ.
خوشبختانه زموږ د حکومت مشرانو وکولی شو چې نړیواله ټولنه قانع کړي، ددې ترڅنګ چې د افغانستان د سولې په مورد هر اړخیزه همکاري وکړي، د ترهګرو په ځپلو کې هم برخه واخلي پخوا د ترهګرو خطر یواځې د افغانستان د پاره ګڼل کېده خو زموږد حکومت مشرانو نړیواله ټولنه په دې پوهه کړه چې ترهګري د سیمې او ټولې نړې د پاره یو لوی تهدید دی.
او د له منځه وړولو د پاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله اجماع را منځته شي. افغان ولسمشر څه موده وړاندې کابل کنفرانس کې طالبانو ته د سولې نوي وړاندیزونه وکړل، خو طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته د ځواب نه ورکولو ترڅنګ د "خندق" په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.
انشاءالله چې زموږ امنیتي ځواکونه به په ډېر جرآت سره وسله والو طالبانو ته سختې ماتې ورکوي. اوس افغان حکومت غواړي د سولې موضوع د اسلامي نړۍ د عالمانو له نظره هم تېره کړي چې راتلونکې جمعه به د افغانستان د سولې په اړه په اندونیزیا کې هم د درې هېوادونو د علماو غونډه جوړېږي چې دا غونډه به حتمآ د افغانستان د پاره ګټوره تمامه شي.
د حکومت او نړۍ تر څنګ د افغانستان ولس هم د سولې په ټيګښت کې مسوولیتونه لري کله چې ولسونه د دولت همکارۍ ته را ودانګي د حکومت لوری لا قوي کېږي.
کله چې د افغانستان قومونه ټوټه ټوټه وي دومره به موږ له سولې لرې پاتې وُ او زموږ هیلې به تل مړاوې وي.
راځئ چې خپل هېواد جوړ کړو او نړیوالو ته دا وښیو چې موږ سوله غوښتونکي ولسونه یو.
د سوله ییز افغانستان په هیله