
ملي اردو چې د هر هیواد د بقا، تضمین د خلکو د ستاتنې او د هر ډول د تهدیدونو د مخنیوي په پار د موجوده حکومت له لوري را منځته کیږي او د موجوده هیواد د ولس زوړور ځوانان پر دندو په کې ګومارل کیږي، چې یوازینی هدف یې په هیواد کې د ننه د شومو او تروریستي فعالیتونو، د نشه یي موادو د قاچاق د مخنوي لپاره هلې ځلې او د هیواد مخالفو ډلو د ځپلو لپاره جګړه پر مخ بیایي او په میړانه سره جنګیږي.
خوشبختانه په افغانستان کې د طالبانو د ريژیم په ختميدو او د نوي اسلامي جمهوري دولت په جوړیدو سره په هیواد کې د ننه د ولسونو باوري دېته زیاته شوه، چې یو با عزمه او د خلکو د ساتنې لپاره د افغان حکومت په چوکاټ کې د ننه دملي اردو په نوم د هیواد په سطحه ځانګړی او قوي پوځي ځواک را منځته شي، حکومت په دې وتوانیدو، چې ملي اردو ځواک د یو قوي میکانېزم په درلودو سره د دفاع وزارت په چوکاټ کې پر فعالیت پیل وکړي، را منځته کړ.
په افغاستان کې د کرزي حکومت په را منته کیدو سره لیکې لیکې... ځوانان د ملي اردو د ثبت نام مراکزو ته ولاړ ؤ، څو د ملي اردو د ځواک غړي شي، په هیواد کې د ملي په را منځته کیدا سره د بې روزګاره ځوانانو ته د کار او حلالې نفاقې پیدا کیدا سپیڅلی ادرس پیدا شو، ددې ترڅنګ د دوی احساسات سپیڅلي، هیوادنۍ مینه او د مخالیفینو پر وړاندې د جنګ سنګرونو ته یې لکه زمري ور ودانګل او د ولس د ساتنې لپاره یې شپه او ورځ پر ځانونو یوه کړه او تر ننه د هیواد دا اصیل بچي په میړانه دوښمن خلاف سپر ولاړ دي او د ولس پر وړاندې د تروروستي، بمي چاودونو او ځانمرګو بریدونو مخه ډب کړي /ډب کوي .
ولس د ملي اردو سره اوږه په اوږه ولاړ دی، د دوښمن پر وړاندې ددوی فعالیتونه ستایي او هر سرتېرې ته د اتل په سترګه ګوري.
تل دې وي افغانستان تل دې وي د افغانستان ملي اردو