هغه عراقی چې بوش یې په بوټونو وویشت اوس د عراق پارلمان ته نوماند شوی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۵مه) ویل شوي، چې هغه عراقی خبریال چې په ۲۰۰۸میلادي کال کې یې د امریکا ولسمشر جورج بوش په بوټونو ویشتلی و، اوس د عراق پارلمان ته نوماند شوی دی.
 
هغه منتظر الزیدي نومیده، چې په نړیواله کچه یې شهرت خپل کړ.
 
الزیدي د بوټ ویشتلو پر مهال په لوړ غږ په عربي ژبه وویل، ”دا د عراق د خلکو له خوا د خدای پامانۍ مچو ده، سپیه! [د بوټ دا ګوزار] د یتیمانو او هغو کسانو له خوا دی چې په عراق کې وژل شوي دي.“
 
نوموړی هغه مهال ونیول شو او په ۳ کاله بند محکوم شو، خو له ۹ میاشتې بند وروسته ازاد شوی او له هېواده بهر تللی و.
 
ښاغلي الزیدي ویلي که پارلمان ته بریالی شو، له هغو سیاستمدارانو سره به حساب وکړي چې د بوش ملاتړ یې کړی.
 
هغه هلته خبریالانو ته ویلي، چې دی له امریکا غواړي  ترڅو د عراق جګړې له امله بښنه وغواړي.