د پاکستان پوځ لوی درستیز د ۱۱ ترهګرو  وژنه تایید کړه

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۵مه) په راپورونو کې راغلي، چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د ۱۱ ترهګرو د مرګ سزا تایید کړه.
 
د یوې خپرې شوې خبرپاڼه له مخې، په مرګ محکوم کسان په بېلا بېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
 
ویل شوي، چې دغو کسانو د پاکستان پوځ او امنیتي بنسټونو پر منسوبینو د بریدونو او یو شمېر نورو ترهګریزو پیښو کې لاس لرلو په تړاو د مرګ په سزا محکوم شوي وو.
 
معلوماتو له مخې، دغه کسان د مالاکنډ پر پوهنتون د برید په تړاو او پر یو شمېر نورو موسسو د بریدونو په تړاو مجرم پیژندل شوي وو او د ګڼ شمېر ملکي وګړو د قتل ترڅنګ د خیبر پښتونخواه د خلکو استازي عمران خان مهمنید په ترور کې هم لاس درلود.
 
د پاکستان پوځ په حواله، په مجموعي توګه دغو کسانو ۶۰  ملکي وګړي او پاکستاني پوځیان وژلي او کابو ۱۴۲ نور کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي.