د هندي او پاکستاني پوځیانو ګډو تمریناتو لپاره، هڅې کېږي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۵مه) ویل شوي، چې د هندي او پاکستاني کډو ځواکونه له خوا په روسیه کې تمرینات کېږي.
 
د هند ددفاع وزارت په وینا، له پاکستان سره پر پوله د ترهګرۍ د تهدیدونو د ختمولو لپاره یې غواړي له پاکستاني ځواکونو سره ګډ نظامي تمرینات ترسره کړي.
 
هند او پاکستان دوه سره متخاصم هېوادونه دي او له کلونو وروسته به دا لومړی ځل وي چې دغه دوه هېوادونه په خپلو کې پوځي تمرینات ترسره کوي.