سعودي کې کلیساګانې جوړیږي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۵مه) په راپورونو کې راغلي، سعودي او واتیکان داسې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې سعودي کې کلیساګانې جوړیږي.

ځینو مصري او غربي رسنیو لیکلي چې دغه تړون د اپرېل د میاشتې په څوارلسمه د مسلمانې نړیوالې ټولنې د استازي شېخ محمد بن عبدالکریم او د واتیکان د یوه مشر کاردینال جین لوییس توران تر منځ لاسلیک شوی دی.

د یاد تړون له مخې، به یوه ګډه کمېټه جوړیږي، څو راتلونکې غونډې تنظیم کړي.

ویل کېږي چې لوییس سعودي کې یوه اوونۍ تېره کړې او د نورو چارواکو سربېره یې له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره هم کتلي دي.

واتیکان په روم کې د عیسوي کاتولیک مذهب لوی مذهبي مرکز دی.