‎څنګه یو موټی شو؟

‎دا څو ورځې په هېواد کې موږ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو زړه بګنونکو پېښو شاهدان وُ ، دښمن مو زموږ پر بربادۍ خوشحاله دی ، موږ په دې وروستیو کې د دوو لویو بریاو او د ملي پروسو شاهدان وُ، لومړی د ټاکنو د پاره د رایې ورکوونکو د نوم ثبتولو پروسه ، دوهمه د برښنايي پېژند پاڼو د وېش پيل وه ، دا دواړه چې زموږ د هېواد لپاره حیاتي حیثیت لري او زموږ د هېواد ټولې چارې به په پښو دروي نو دا د هر افغان غوښتنه هم وه ، دا دواړه پروسې زموږ ‌دښمن د پاره د زغم وړ نه وې ، ځکه چې په تېرو څو لسیزو کې زموږ دښمن زموږ آبادي نه ده زغملې نو په ټولو چارو کې یې لاسوهنې کړي او جګړه یې توده ساتلې وه ، دا دی اوس غواړي د افغانانو تر منځ د بېلوالي او وېرې د لارې زموږ ملي پروسې ماتې کړي، یوه ‌‌‌‌‌‌ډله د ټاکنو د نوم ثبتولو پر مرکزونو د بریدونو د لارې غواړي ولس کې وېره خوره کړي، بله ‌‌‌‌‌‌ډله د پېژند پاڼو په پروسه کې د افغانانو تر منځ د تعصب په نوم بېلوالی راولي.
‎زموږ مکار دښمن چې د کورني دښمن په مرسته ‌‌‌‌‌‌ډېر په چټکۍ سره غواړي د افغانانو یووالی له منځه یوسي دا د هم واوري چې افغانان اوس په چاپسې نه ځي او نه به د دښمن په مکارو اعمالو خپل یووالي او هېواد ته ضرر ورسوي.

‎لومړی د ټاکنو نوم ثبتولو په پيل سره سم یې پر دې مرکزونو بریدونه پيل کړل ، خو بیا هم افغانان ترې شاته نه شول د یوه سالم افغانستان د پاره دا دی اوس هم ‌‌‌‌‌‌ډلې ‌‌‌‌‌‌ډلې افغانان ځي او نوم ثبتونې کوي او غواړي د خپلو ارمانونو مطابق استازي ولسي جرګې ته راولېږي.

‎ځکه همدا ولسي جرګه ده چې د ولس د پاره قوانین تصویب کوي که یوه قانون منده پارلمان ولرو نو هېواد به مو له بحرانونو ووځي، نو معلومه خبره ده چې دښمن مو دا نشي زغملی او غواړي افغانانو کې وېرې خپرې کړي، خو داسې ونه شوه او خلکو خپل مسېر ته دوام ورکړ هره ورځ د ټاکنو د پاره نومونه ثبت کوي.

‎کله چې دښمن مو د خلکو دا حالت ولید نو زړه یې صبر نشو او عقده یې زیاده شوه دا چې رسنۍ د هېواد د وګړو ژبه او سترګې دي او هره ورځ له حقایقو پردې پورته کوي دا وار یې د رسنیو په کارکوونکو بریدونه وکړل او خبریالان یې شهیدان کړل خو بیا هم د رسنیو خوله چا بنده نه کړله.

‎دا چې اوس مهال د برښنايي پيژند پاڼو ملي پروسه پيل شوې دښمن مو هڅه کوي څو د دین او هویت په وسیله د افغانانو یووالي ته ضرر ورسوي.

‎خو دښمن مو باید دا هم درک کړي چې لږ شمېر کسان هغه هم هغه کسان چې حقیقي لارې ترې ورکې شوي د دښمن دا هڅې به پرې تاثیر کړی وي ولې اکثریت افغانان غواړي چې پېژند پاڼې یې د اسلام او افغان له کلیمو سره ووېشل شي.

‎لومړی زموږ. د ملي یووالي حکومت مشرانو په ‌‌‌‌‌‌ډېرې لوړې ارادې سره د افغانستان د جوړېدو عظم کړی او دا چې هره ورځ زموږ حکومت سیاسي فشارونه زغمي، او ملي امنیتي ځواکونه مو قرباني ورکوي دا ټول ددې هېواد جوړښت او د خلکو د آرام ژوند کولو د پاره دي.

‎که چېرې موږ ځانونه افغانان بلو او لږ هم افغاني احساس مو په زړونو کې ژوندی وي نو لومړی باید د ټاکنو له پروسې جدي ملاتړ وکړو او پراخ ګ‌‌‌‌‌‌ډون پکې وکړو، ځکه همدا مو راتلونکی ژغوري، د کلیو قومي مشران چېپه سیمه کې تاثیر لرونکي اشخاص ګڼل کېږي دوی باید په خپلو سیمو کې د ټاکنو له مرکزونو ساتنه وکړي او خلک وهڅوي څو د ټاکنو د نوم لیکلو په پروسه کې ګ‌‌‌‌‌‌‌ډون وکړي.

‎قومي مشران او دیني عالمان د خلک یووالي ته را وغواړي، تر څو د پېژند پاڼو له دې ملي پروسې پراخ ملاتړ وکړي.

‎زموږ ولسمشر غني چې یو مهربانه شخص او په دې هېواد یې زړه خوږېږي، تل هڅه کوي څود ولس د ښه راتلونکي د پاره بنیادي کارونه وکړي تر څو موږ د ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو محتاج نه وُ.

‎په دې اساسو شرایطو کې چې زموږ دولت او ولس راګیر دی موږ صرف یوه لاره لرو او دا مو مجبوریت نه بلکې مسوولیت دی چې د دولت څخه پراخ ملاتړ وکړو، که یوه خښته د خپل د کور د آبادۍ د پاره اېږدو درې خښتې باید د هېواد د آبادې د پاره کېږدو، دا احسان ندی دی دا هغه مسوولیت دی چې باید ترسره یې کړو.
‎میندې او پلارونه چې د اولاد په روزنه کې لوی مسوولیتونه لري، تر ټولو لوی مسوولیت یې دا هم دی چې اولاد په هېوادنۍ مینه وروزي ، د یووالي روحیه د په ذهنونو کې ورکړي.

‎تر څو یې راتلونکی روښانه شي.
‎دا چې موږ د څو لسیزو جګړو وروسته د یوه قانوني او مشروع حکومت لرونکي یو دا یو لوی چانس دی زموږ د پاره راځئ چې له دې چانس څخه ښه استفاده وکړو، د دښمن تبلیغاتو ته په ذهنونو کې ځای ورنکړو نو باور لرمه یوه ورځ به له نړۍ سره سیال کېږو، او خوبونه به مو په حقیقت بدلېږي.

‎راځئ چې ټول د یوه ښکلي افغانستان د پاره ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وکړو.