
ګلمرجان خوارکی ریشتیا وایي چې غنې په دې اساس وخت کې خلک غلته وي یو خودا خدای وهلی ساده باده دی هیڅ فیشن او میکپ نه کوې یو خړپړ اصلې افغان دی، بل په دي اساس وخت کې دی یو لویه ملي پروسه په مخ بیايې، ماغزه يې خراب دي. ښه په درز ګډوډي، وژنې تباهې روانه ده خارجان را په کې لویدلې دي د میکپ پېسې د جیب خرچه ښه پریمانه میلاویږې ده لیونی بیا یو بله ملي پروسه پیل کړه، چې والله به دی ډیر خارجې ملګري ورباندي خپه کړي په دي اساس وخت کې.
تر ټولو مې نژدي ملګري هیواد په ځلونه خبر کړیم چې دا خطرناک کار تکمیل ته پرینږدي کنه بیا دي خیر نه شته او دا هرڅه به درباندي ودروم، چې د غنې دې کارو ته ګورم زړه خو مې وايې چې له یاره مې ډیرځان مرداري را وغواړم هسې دی نه اصلاح کېږي. اوس زه خو هم ګرم نه یم! اخوندان هلته راته په دوه دوه کېږې چې غنې در کنترول کړه کله اوبه راباندي تړې، کله تذکیره، بندرونه، سړکونه او.... په دي اساس وخت کې.
او خلکو زه دا زه ګلمرجان څه ملامت یم زه اوس دا سړی له کوم یوه کار راوګرزوم! هغه بل لالا مې سم دم کار روان کړي وو له ګوانډې سره مو راکړه ورکړه ښه روانه وه هرڅه مو راوړل ښه په لوړقیمت هرڅه مو ورلیږل په نه قیمت حتی هغوي دومره په موږ مهربان وه چې آن ...... را ته را لیږل. اوس راشه تجارت مجارت هر څه بند شول هغه د ظالم زامنو هم هرڅه آن جیب خرڅې هم راباندې بند کړل په دي اساس وخت کې.
غنې دې هم غوږونه خلاص کړې دا خو والله که راباندي ومنې په دي اساس وخت کې والله چې ټوله دنیا یوځل بیا ډولونه ووهې چې (ګلمرجان يې نه منې) خو بیا يې هم والله که راباندي و منې په دي اساس وخت کې.
زما کولمې پري شوي په میکپونو لګیایم نه د شپې خوب او ارام لرم نه د ورځې یا میکپ دی یا مې دا پورتنې یاران خوشحالوم هغه لا ماسم نه وي خوشحال کړي چې دی ځوان بیا بل بنسټې کار ته لاس واچوي او بیا هرڅه را ته ګډوډ کړي. زه، په څه لګیا یم، ستړی ستومانه! دی لګیا دی په تذکیره یا په بند جوړه ولو باندي ملت غلتوي په دي اساس وخت کې.