شک (لنډه کیسه)

د پوهنتون له دروازې څخه ووتم، شاته مې راوکتل، په یلدا مې سترګې ونه لګېدې، زنګ مې ورته وکړ، ځواب یې رانه کړو، څو شېبې ورته انتظار شوم، سودا مې شوه، ساعت مې له نظره تېر کړ، له جیب څخه مې موبایل راویستلو، په سکرین باندې مې ګوتې کش کړې، غوږ ته مې ونیولو چې راته کړل یې:

- بلی
ما زر ورغبرګه کړه:
- یلداګک څه شوې
دې راته کړل:
- باش میایم کتی یک خوارخوندیم کمی مصروف شدیم
موټر ته مې لاس ورکړ، ژیړه ټکسي کورلا مې له څنګ سره ودرېده، ورڅخه مې وپوښتل:
- تا رسټورانټ چیپ برګر
په عمر پاخه سړي د سندرې غږ ورو کړ، زیاته یې کړه:
- میرویم
ورته مې وویل:
- چند؟
په خندنۍ لهجه یې ځواب راکړ:
- صد
یوه مې ورسره دوې نه کړه، په یلدا مې غږ وکړ، دا را روانه شوه، دواړه د شا په سیټ کې کښېناستو، یلدا زما ګوتې په خپلو نریو نازکو پستو ګوتو کې ونیولې، ورو ـ ورو یې کېکاږلې، داسې ځیر یې راته کتل، کله به یې لاس زما په اننګو راشک کړ، ما یو بل ډول د خوند احساس کولو، دې بیا ورو وویل:
- چرا ایقدر سیا شدی
د موبایل په سکرین کې مې ځانته وکتل، ریښتیا هم داسې لمر سوی وم، وه مې خندل، دې راته هماغسې کتل، زړه مې و چې لاس ورڅخه تاو کړې یو ځل یې ښکل کړم؛ خو له موټروان څخه وشرمېدم، صبر مې وکړو، له لږ ځنډ وروسته مې ځواب ورکړ:
- زیات کار مې په ساحه کې وکړ ځکه مې رنګ دومره تور شوی
دې شونډه تر غاښ لاندې کړه، سر یې زما په ولي کېښود، مخامخ چیپ برګر رسټورانټ سره ټکسي واله کښته کړو، حساب مې ورسره خلاص کړ، ترې روان شوم ، په رسټورانټ کې وړاندې غلی ځای کېښناستو، ګاردسون راغلو، د خوړو پوښتنه یې رانه وکړه، دې زما ـ ما ددې زړه ته کتل ؛ خو د کباب مو ورته وویل، هغه ولاړو، دا رانږدې شوه، ما هم زړه ته ښه رانږدې کړه، لږ شېبه مو یو بل څخه ښه خوند واخیست، دا شېبه بیخي خوندوره وه، ډوډۍ یې راوړه ، لمړۍ مې ورڅخه جوړه کړه، کله مې چې یلدا ته ونیوله، دې خوله رانږدې کړه، زما په ګوتو یې غاښ ټینګ کړل، چیغه یې را باندې وکړه، دې وخندل، نن یې بیخي بل ډول چمونه کول، ښه سات مې ورسره تېر شو، اخر کې مې ورڅخه وپوښتل:
- پوهنتون کې دې ولې دومره ځنډ وکړ؟
دې ویښته د سر په خوځولو سره یوې خواته واچول، په شوخ انداز سره یې ځواب راکړ:
- ایقدر زود از یادیت رفت، پارسال ده کتابخانه سعادت نمیفامم کسی ما و شما ره دیده باز ایقدر ګپ ها از دخترا شندیم که پرسانش نکو از او خاطر کمی کتی یک دختر خوده مصروف کدم که شک نکنه

(پای)