سعودي چارواکو په خپل هېواد کې د عيسويانو لپاره کليسا جوړه وي

روهي (جمعه/۱۴ د غوايي)، د (البوابه) خبري وېب پاڼې د خبر له مخې سعودي چارواکو د عسيويان د واتيکان له مشرانو سره هوکړه کړي، ترڅو په عربستان سعودي کې کليساګانې جوړې شي.

دغه وېب پاڼه وايي، چې د اسلامي ټولنې منشي (شیخ محمد بن عبدالکریم) د واتيکان له استازي ( ژان لوئیس) سره يو تړون لاسليک کړی، چې په پايله کې به يې په سعودي عربستان کې عيسويانو ته د کليسا د جوړولو اجازه ورکړل شي.

دواړه خواو موافقه کړي، چې په سعودي عربستان د کليساګانو د جوړو په موخه به، د کاتوليکانو مرکز په روم کې جوړ شي او له سعودي چارواکو سره به هر دوه کاله وروسته يو ځل لېدنه کوي.

له واتيکان څخه سعوي عربستان ته تللي پلاوي د سعودي له پاچا محمد بن سلمان سره هم لېدنه کړي او نوموړي په دې اړه ورسره موافقه ښودلې ده.

سعودي عربستان د اسلامۍ نړۍ په منځ کې د اغېز وړ هېواد دی، خو هغه بهرنی سياست، چې غېرې اسلامي نړۍ سره يې ځان نېږدې کړی او له اسلامي نړۍ يې ځان لېرې کړی دی، تر نيوکې لاندې نيول کيږي.