
روهي (جمعه/۱۴ د غوايي)، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف تېره ورځ په يو وېډيويي پيغام کې ويلي، چې د امريکا سره تړون لرونکي هېوادونه په سيمه کې له ترهګرو ډلو سره مالي او نورې مرستې کوي.
ظريف وايي، چې د سعودي عربستان، عربي متحده امارتو او يو شمېر نورو هېوادونو په شمول، د امريکا له پالېسيو سره جوړ هېوادونه په سيمه کې القاعده، طالبانو او داعش ته پوځي او مالي مرستې ورکوي او همدا ډول د سيمې د نورو هېوادونو پر وړاندې يې ذهنونه په منفي لورې اړوي.
نوموړی ادعا کوي، چې ايران د سعودي عربستان او عربي امارتو پر خلاف په سيمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي خو نور يې ملاتړ کوي.
له دې وړاندې په کابل کې د ايران سفير ويلي، چې بې نښانه چورلکي د داعش جنګيالي د افغانستان له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته لېږدوي، چې د سميې هېوادونو ته دا ډول کړنې د اندېښنې وړ دي.