د سرتاسري سولې لپاره د افغان دولت اوسنۍ هڅې بې نظیره دي

 
افغانان له تېرو څلورو لسیزو د یوې نا اعلام شوې جګړې په اورونو، مرګونو او ورانیو کې ایسار دي او دا بدمرغه او اوږده جګړه په ډېر بې رحمۍ هره ورځ د سلګونو افغانانو ژوند اخلي، ټپیانیږي او پدې سره د دې مظلوم او بې دفاع ولس مادي او معنوي هستۍ خاورې ایرې ګرځي.

د دې جګړې ستره بدمرغي داده چې د هر لوري قربانیان يې افغانان دي او له بده شامته یو ورور د بل ورور او یو کلیوال د بل کلیوال په مخکې په مورچه کې دي او د یو بل د ژوند او مال پر وړاندې له رحم او زړه سوي کار نه اخلي.

ښکاره ده، چې دا هېواد په تېر او اوس کې ډېر کله د سیمې د هېوادونو د نیابتي جګړو قرباني شوی او هغوی پدې برخه کې د افغانانو له اقتصادي تنګلاسۍ، ناپوهۍ او دیني احساساتو ناسمه استفاده کړې ده، دا څلور لسیزې يې جګړه سره د ټولو ناخوالو پر دوی تپلې او یو ژوندی او تاریخي ملت يې په خپلو منځو کې سره ښکیل کړی دی.

په ماضي، اوس او مستقبل کې د جګړې د بدمرغۍ پدیدې د ختمولو مسوولیت ټول ملت او په ځانګړي ډول سیاسي زمامدارانو پورې تړاو لاره، چې له شک پرته ځینو سیاسي ډلو او شخصیتونو پدې برخه کې څه نا څه اقدامات کړي، خو بیا هم د سولې په داعیه کې سیاسیونو خپل ملاحظات او غوښتنې په پام کې نیولي دي.

له ښه مرغه د افغانانو اوسنۍ سیاسي مشرتابه سوله د ټولو شته ناخوالو د یوازیني الترناتیف او بې بدیله منطق په توګه درک کړې او د دې ستر دیني، بشري او افغاني ارمان د تحقق او عملي کیدو لپاره د اوسني حکومت او په راس کې د ولسمشر غني هڅې او صادقانه کوښښونه د ستایلو او یادولو وړ دي.

ولسمشر پدې وروستیو کې د دولت وسلوالو مخالفینو ته د سولې لپاره د بې قیده شرطه مذاکراتو د وړاندیز او د یو سیاسي حرکت په توګه د مخالف وسلوال اپوزیسیون د منلو او د سرتاسري سولې د تامینولو لپاره د هر ممکن ګذشت په اعلان سره د سولې پر وړاندې، ډیری خنډونه او ابهامونه پای ته ورسول او پدې اقدام سره خپل مخالف لوري ته دروند ملي او اسلامي مسوولیت متوجه کړ.

په داسې حالاتو کې چې افغانستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي مجبوریتونه لري او د هېواد دا درې اساسي فکټورونه د نړیوالو په مرستو متکي دي، په رښتیا هم پدې برخه کې د ولسمشر اخلاقي جرئت او سیاسي بصیرت بې نظیره دی.

افغان ولسمشر پکتیا او خوست ته په خپلو وروستیو سفرونو کې خلکو ته په ډېر ښکاره او څرګنده وویل، چې که مخالفین افغانان دي او خپل هېواد ارزښت ورته لري، تر دې وروسته د جګړې د تداوم لپاره هيڅ جایزه پلمه نشته او افغان حکومت حاضر دی، چې دوی سره په هره سطحه او په هر ځای کې خبرې او مذاکرې وکړي.

ولسمشر دا هم وویل، حکومت يې حتی دې ته چمتو والۍ لري، چې د افغانستان د ننه مخالفینو ته د خبرو او څلور لسیزو، ستونزو او انديښنو ته د مناسبو حل لارو د موندلو لپاره دفتر ورکړي او دلته د سولې د عملي اقداماتو لپاره زمینه جوړونه وکړي.

د سولې لپاره د افغان حکومت د وروستي بې سابقه اعلان بل اړخ پدې برخه کې له ولس څخه د مرستې غوښتل ول.

ولسمشر غني په رسا ډول دې دوو ولایتونو کې پر قومونو، قبایلو او خورو ولسونو غږ وکړ، چې سولې ته دې ولسي بڼه ورکړي، له خپلو خوابدو کلیوالو سره دې د جمې، حجرې، کلي او قوم په سطحه خبرې وکړی، هغوی ته دې د کلي او قوم په سطحه باور ورکړي، ولس دې په خپله د ستونزو د حلولو لپاره افغاني منځګړیتوب، جرګه او مرکه وکړي، د پردیو لاسونه دې لنډ کړي، خپلې ستونزې دې د نورو له مغرضانه وساطتونو پرته مخامخ سره شریکې او حل لارې دې ورته ولټوي.

کچیرې دې مسالو ته شریفانه او بې طرفانه توجه وشي، تر دې زیات د سولې لپاره حقیقي رسالت هېڅ سیاسي مشر نه دی اداء کړی او نه يې پر ولس او قومونو دومره باور کړی، چې د ځان راتلونکې ته له پام پرته دې، یوازې د ملت د رفاه او پدې هېواد کې د تلپاتې سولې د رامنځته کیدو لپاره له هر څه تېر شي او ملت ژغورنه دې په مخلصانه توګه د ژوند او سیاست وروستۍ هدف وګرځوي.

موږ په تېرو لسیزو کې د سولې د یو جانبه اعلانونو د ځینو نووښتونو شاهد وو، ولې د هغوی نتیجه ځکه مطلوبه نه وه، چې په دې برخه کې وړاندیزونه په خپل وخت نه وو، نظامونه کمزوري شوي ول، اقتصاد خراب شوی وو، خلک ناهیلي ول، خو پدې برخه کې د ولسمشر غني برتري او لوړتوب پدې کې دی، چې ولس سره د راتلونکې هیله مندي شته.

دلته د هرې ورځې په تېریدو سره دولتي واکمني پیاوړې شوې او د افغان حکومت پرستیژ او باور د سیمې او نړۍ په کچه پورته شوی دی، دلته د نظام پايښت په یو نه بدلیدونکي حقیقت بدل شوی، دلته د زورګوییو او د جبر د حکمرانیو د تکرار مفکوره محوه کیدونکې ده، همدارنګه د سعودي په ګډون عربي هېوادونو په ځانګړي ډول دوه سیمه ییزو قدرتونو هند او چین د با ثباته او پیاوړي افغانستان داعیه منلې نو پدې حالت کې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز پر ځای او د افغاني ټولنې د عیني او ذهني شرایطو سره په سازش او مطابقت کې دی.

دلته د افغان حکومت د سولې وړاندیز د نظام د کمزورتیا او بې وسیو په مفهوم نه دی، بلکې پر افغاني او اسلامي شعایرو او د ولس د برحقه غوښتنو پر بنسټ ولاړ دی.

د ولسمشر د سولې د غږ پر وړاندې د وسلوالو مخالفینو چوپتیا که هر مفهوم افاده کړي، خو دا پیغام له ځانه سره لري، چې دې غوښتنې ته د نه ځواب نشي ورکولای او پدې برخه کې په بې مسوولیتۍ ځواب به د ولس له درانه غبرګونه هم خالي نه وي.

په ټوله کې ویلای شو، که ځانونه افغانان بولو، ځانونه د دې خاورې اصلي وارثان ګڼو، که ملت خپل لاس او بازو حسابوو، که د وطن ابادي او وراني راته ارزښت لري، نو بایده دي چې خپل تاریخي، ملي او اسلامي رسالت سرته ورسوو.
 
نړیوالو حقایقو او انکشافاتو ته په کتو له شک پرته باید نظام ولس پورې اړه ولري، قانون باید د ولس د اړتیاوو او پرمختګونو د میثاق حیثیت ولري، حکومت باید د خلکو د ارادو مظهر وي، ولس باید یرغمل شوی نه وي، افغاني پرګنې باید د وسلې او تورې پر څوکه ونه ګواښل شي، که هر څوک ورباندې د حکومت کولو اراده لري، نو باید خپلې وړتیاوې وروښيي، باید د ولس زړونه خپل کړي، باید ولس ته وفاداره او صادقه وي او پدې توګه ځان او خپلې سیاسي ډلې د حکومت کولو جوګه کړي.

د سولې لپاره د ولسمشر پدې باجرئته اقدام کې دا هر څه له ورایه مالوم دي، اوس د همدې ولسمشر د غوښتنو پر بنسټ ولس ته په کار دي، چې سوله ولسي کړي او مخالفینو ته بایده دي، چې د جګړې له لارې حکومت ګټل او حکومت کولو مبتذل، زوړ او له فکرونو لویدلی خیال یوې خواته کړي، منطقي دې رامخ ته شي او هغه معقولې او بې جګړې لارې دې ځانونه ته انتخاب کړي، چې د ولس زړونه پرې خپلولی شي، اوږدو جګړې ته پرې د پای ټکی کېښودلی شي، ولس هوساینې لوري ته بیولای شي او د ملت او نظام همیشنۍ ثبات ورباندې یقیني ګرځي.

تل دې وي سوله
هوسا او سوکاله دې وي افغانان او پرمختللی دې وي زموږ ګران هېواد افغانستان
ومن الله التوفیق