د برېښنايي پېژندپاڼو اهميت، او ګټې يې

کلونه کېدل چې د الکترونيکي تذکرو شروع کېدو په سر جنجالونه او کش مکش روان وو, بالاخره نن افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ برېښنايي پېژندپاڼې په اخيستو دغه ملي پروژه رسمآ پرانيسته. دا چې د الکترونيکي تذکرو اهميت او ګټې څه دي, په دغه ليکنه کې يې د واضح کېدو کوښښ کوم:

الکترونيکي تذکرې د ښه حکومتوالۍ اساس او بنسټ تشکيلوي. برېښنايي پېژندپاڼې دي چې په اساس يې دولت, حکومت خپلو خلکو ته عامه, چټک , په وخت خدمات ترسره کوي او ملت خپل حقوق په ښه شکل لاس ته راوړي.
* امنيت, الکترونيکي پېژندپاڼې تر هر څه لومړی په امنيت راوستو کې بېساری مثبت رول لري. دا چې د الکترونيکي تذکرې اخيستو په وخت د يوه شخص, ټوله اړين مالومات يا بايوميتريک ( د ګوتو او سترګو نښې) اخېستل کېږي او د مجرم پېژندل او قانون منګولو ته سپارل اسانه کوي او ژر صورت نيسي نو افراد به د يوه جرمې عمل ترسره کولو ته په سختۍ زړه ښه کړي, دا کار د امنيت په تآمين کې خورا مهم رول لوبوي.

* د الکترونيکي تذکرې لرل د نفوسو په شمېرلو کې مهم رول لري: ژوندي, وفات شوي معيوب او ورک شوو خلکو ارقام راښايي. کله چې دولت د خپل ملت د نفوسو دقيق ارقام په لاس ولري نو په اساس يې کولای شي چې خلکو ته ښه او په وخت خدمات وړاندې کړي. لکه: د روغتونو او ښوونځيو جوړول او نور عام المنفعه کارونه. * الکترونيکي تذکرې په ټاکنو کې د درغلۍ مخه نيسي. هېڅ شخص نشي کولاي چې د رايې ورکولو په ورځ د يوه په ځای دوه يا ډېرې رايې ورکړي.

* دغه راز د ټاکنو خپلواک کمېسون د دقيقو ارقامو په لرلو کولاي شي چې د نفوس په تناسب په مرکز او ولايتو کې مرکزونه پرانېزي او د ضرورت وړ مواد خپلو مرکزونو ته ولېږي. دغه راز کولاي شي د مرکز او ولايتو ولسې, مشرانو جرګې او ولايتي شوراګانو ته د نفوسو په اساس د وکيلانو شمېر وټاکي.

* د الکترونيکي تذکرو په لرلو د ټولو قومونو او ولايتونو نفوس په دقيق ډول مالومېږي او په همدغه تناسب ورته د دولت لخوا امتيازات او حقه حقوق ورکول کېږي. په دې کار د هغه اعتراض کوونکو اعتراض ته رسيده ګي کېداي شي چې وايي د ځينو قومونو سره دوه ګونی چلند کېږي او يا د نفوس په تناسب ورته حقوق نه ورکول کېږي.

* د برېښنايي تذکرې لرل دولت ته د باسواده خلکو (دولسم سند لرونکی, ليسانس, ماستر او دکتورا سند لرونکي) دقيق ارقام په لاس ورکوي او د هغه په اساس کولای شي خپل پرمختيايي کارونه مخ ته يوسي.

* دا چې لکونو غېر افغان اشخاصو (پاکستانيانو, ايرانيانو) د افغانستان کاغذي تذکرې او پاسپورتونه جوړ کړي او د افغان په نوم په بهرنيو هېوادونو کې اوسي, وخت نا وخت جرمونه کوي نو بدنامي يې افغانانو او افغانستان ته اوړي. الکترونيکي تذکرې يې يوازينۍ لاره ده چې ددغه ډول خلکو مخه نيسي ,د برېښنايي پېژندپاڼو په پېل غېر افغان هويته اشخاص رسوا کېداي شي.

* کله چې يو بهرني هيواد ته ځو نو مجبور يو چې خپله کاغذي تذکره د هغه هېواد په ژبه وژباړو, نو نه يوازې دې کار لپاره مختلفو دولتي ادارو ته تلل ضرور دي بلکې د ژباړې نه وروسته هم له يو شمېر سهوو سره مخ کېږو. چون الکترونيکي تذکره په نړيوال معيار برابر يو سند دی له دغه ستونزو سره د مخامخ کېدو وېره نشته, په ازادانه توګه او پوره سهولت نړيوال سفرونو کولاي شو.

* دا چې په الکترونيکي تذکرو کې د اشخاصو د وينې ګروپ تصديق او ليکل کېږي نو د بېړنيو حالاتو ( چاودنو, ترافيکي حادثو او نورو وژونکو ) پېښو په وخت مو د وينې په ژر رسولو کې پوره مرسته کولاي شي.

* د ځمکې اخېستو, مالياتو , جواز سير او پاسپورت اخيستو په وخت به له اوسنيو ستونزو سره لاس و ګريوان نه يو, په يوه ساده کمپيوټري کليک به مو د هويت پېژندنه کېږي او په اسانۍ به خپل کارونه مخ ته وړو.

* د برېښنايي پېژندپاڼې په اخيستو په اداري فساد کې چې د ( حکومت لپاره يوه لويه ننګونه ده) پام وړ کموالی راتلاي شي.

* ډېر وخت ګورو چې د ځينو خلکو په تحصيلي اسنادو کې يو ډول مالومات ( لکه نوم, تخلص د زېږدو ځای, نېټه ) خو په پاسپورت او نورو اسنادو کې بل ډول مالومات درج وي چې دا کار شخص ته لويې ستونزې جوړوي, خو د الترونيکي تذکرو لرل مو له دغه ټولو ستونزو بې غموي.

* د الکترونيکي تذکرو کيفيت له کاغذي تذکرو په مراتبو غوره او بهتر دی. د الکترونيکي تذکرې کارت په ګرمۍ او يخ کې د پوره مقاومت لرونکی دی. د څېرېدو او شلېدو خطر يې نشته , په جېب کې نه خرابېږي او د کلونو په تېرېدو يې هم د خرابېدو امکان نشته.
 
*په الکترونيکې تذکرو کې جعلکاري کول خورا ستونزمن کار دی. د جعل مخنيوي لپاره يې د نورو اساسي تدابېرو تر څنګ يو مهم اقدام د سيستم فاميلي کول دي, په دې مانا چې هر شخص د خپلې کورنۍ سره يو ځای راجستر کېږي او انفرادي شمېرې تر څنګ ورته فاميلي شميره هم ورکول کېږي. نو يوه کورنۍ په ډېرې سختۍ يوه بهرني وګړي ته د خپلې کورنۍ په نوم تذکرې اخيستو ته زړه ښه کولاي شي. ځکه د رسوا کېدو په وخت نه يوازې د کورنۍ رئيس ته قانوني سزا ورکول کېږي بلکې د ميراث په مسايلو کې هم ورته ستونزه جوړېږي. که يو خارجي شخص په يوه کورنۍ کې خپل ځان ثبت او راجستر کړي نو سبا په دغه کورنۍ د ميراث دعوه هم کولاي شي. ځکه نو يوه کورنۍ د ميراث د عوې له ډاره هم کوم خارجي ته تذکره نشي اخيستلاي.

دا او دې ته ورته لسګونه دلايل نور هم شته چې د الکترونيکي تذکرو فايدې را په ګوته کوي. خو د وخت او ليکنې اوږدېدو له وېرې په همدغه مالوماتو بسنه کوو. په اخر کې بايد ووايم: هر څومره چې ژر کېداي شي بايد ياده ملي پروسه په مرکز او ټولو ولايتونو کې پېل شي تر څو افغان دردېدلی او ځورېدلی ملت يې له اسانتياو ګټه واخلي