سوریه کې یاغیانو له روسیې سره معامله کړې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۳مه) سوریه کې د دولت مخالف وسله والو ویلي، چې له روسیې سره یې معامله کړې ده.
 
دغو یاغیانو له روسیې سره هغه معامله منلې، چې له مخې یې دوی حمص ته نېژدې له خپل کنټرول لاندې سیمو وځي.
 
حمص ښار د سوریې درېیم لوی ښار او د یاغیانو یو وروستی پیاوړی مرکز و.
 
معلوماتو له مخې، دغه هوکړه تیره ورځ وروسته له هغه اعلان شوه چې د سوریې چارواکو او د حزب الله ملېشو وویل، چې یاغیان په سیمه کې تسلیم شوي.
 
په سیمه کې له یاغیانو د وسلو تسلیمولو غوښتنه هم شوې ده.
 
د روان کال په پیل کې د سوریې حکومت د دمشق لمنې له یاغیانو او هم په ښار کې دوه سیمې چې د داعش تر کنټرول لاندې وې بیرته ونیولې.