
لمر د لوړ غره په څوکه زنه لګولې وه، د نري باد له لګېدو سره کله چې د ونو پاڼې له یو بل سره لګېدې، یوه خوږه شانته موسیقي یې رامنځته کوله. بد بوی مې حس کړ، شاوخوا ته مې وکتل، وړاندې مې په کثافاتو باندې سترګې ولګېدې، پزې ته مې څادر ونیولو، کله یې چې له څنګ سره تېرېدم، د پلاستیکونو په منځ کې مې په ببر سر، خیرن کالي، تور لاسونه، پښې، څېرې بوټ او ډنګر ځوان سترګې ولګېدې، قدم مې ورو کړ، چې سپینې ختلې سترګې یې راواړه ولې، په پلاستک کې یې له سړو پړو وریجو څخه غټې غټې لمړۍ پورته کولې، زړه مې زیات ورباندې وخوږېدو، غږ یې را باندې وکړ:
- خورې
ما لاس په سینه ورته ونیولو، په لنډو کې مې ورته وویل:
- مننه نوش جان دې شه
لږ وړاندې وړلاړم، داسې معلومېدو لکه د څو ورځو چې وږی وي په ورخطایي سره یې لمړی زر زر کوې له ځانه سره مې وویل:
- ته دا ځواني ګوره او دا.....
حرکت مې وکړ، د پولیسو رینجر مې له څنګ سره ودرېده، په ونه دنګ سپین کالی ځوان تر ې راکښته شو، قدم مې ورو کړ، ښه ورته متوجې وم، پارک ته را داخل شو، شاوخوا یې له نظره تېر کړل، په غوسناک انداز یې ماته وویل:
- دلته څه کوې
ما خبرې ورسره اوږدې نه کړې ترې روان شوم لږ وړاندې د ونې له څنګ سره ودرېدم له ده څخه مې خان پنا کړو، ځوان ولاړو له هماغه پوډریانو سره کښېناست له جیب څخه یې څه راویستل، زه څو شېبه دلته ولاړم کله چې ځوان ورڅخه بېرته ولاړو، ورغبرګ شوم، پوډرۍ اوږده میسي درګې ته ورته نیچه اور ته نیولې وه، حلقه حلقه دودونه یې له خولې ایستل.( پای)