
روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غوايي)، د لندن په (سټامفډ هېل) سيمه کې د يهود په يو فېسټوال کې د چاودنې له امله ديرش يهودان ټپيان شوي دي، چې د درملنې په موخه روغتونو ته لېږدول شوي دي.
سرچيني وايي، دغه چاودنه د (لاک بعومر) په نوم د يهودان د خوښۍ په مراسمو يا اختر کې رامنځ ته شوې ده.
ويل ګيږي، چې چاودنه د موبايل په واسطه رامنځ ته شوې ده، خو په لندن کې د يهودو يوې وېب پاڼې ليکي، چې چاودنه د سون توکو له امله شوي.
هغه ونه چې د لاک بعومر په مراسمو کې سوځول کيږي، چې شااوخوا يې په لسګونه ګرځندونه تليفونونه ځای پر ځای شوي وو.
د چاودنې لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او دا هم نه دي ويل شوي، چې د چاودنې تر شا کومې وسله والې ډلې لاس لري او که د سون توکو په اساس شوې ده.