
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۳مه) په راپورنو کې راغلي، چې د ایران په جنوب کې په یوه زلزله کې چې قدرتیې پنځه اعشاره درې ثبت شوی،۷۶ تنه ټپیان کړي دي.
دغه زلزله پرون شوې ده، چې د سيسخت په ښارګوټې کې یو شمېر ودانۍ نړولې او د برښنا مزي یې پرې کړي دي.
په دغه هېواد کې د زلزلې معلوماتو ملي مرکز ویلي، زلزلې خلک اړ کړل چې واټونو ته راووځي او د ودانیو له نړېدو ځان وژغوري.
ایران کابو ډېرې زلزلې کېږي، په تېر نوومبر میاشت کې د اووه عشاریه درې په اندازه یوې زلزلې عراق پولې ته نېژدې په کرمانشاه ولایت کې ۶۲۰ کسان ووژل او په زرګونو نور یې ټپیان کړل.