
د ملي یووالي حکومت له پيل څخه د ولسمشر هڅې دا وې چې برښنايي پېژند پاڼې ووېشل شي.
د ملت غوښتنه دا وه چې په پېژند پاڼو کې د نورو مشخصاتو تر څنګ د اسلام او افغان کلیمه حتمي ولیکل شي، دا دلایل د ولسونو ددې لپاره وه چې د افغانانو هویت له منځه لاړ نشي ځکه د یوه ملت پېژندنه د هغه ملت هویت دی کله چې یې هویت څرګند وي د ټولو حقونو برخمن شي.
په دې درې کلونو کې ډېرو پرديپاله کړیو هڅه وکړه چې په پېژند پاڼو کې د د افغان کلیمه نه لیکل کېږي، دې پرديپالو کړیو یوه ورځ هم دا فکر ونکړ چې که چېرې یو افغان له هېواد څخه بهر په سفر ځي ، دی څنګه ثابته کړي چې افغان دی؟
تر ډېره همدې پردیپالو کړیو چې مالي سرچینه یې بهرني سفارتونه وه او هلته به یې هره ورځ غوړې ډوډۍ خوړلې او جیبونه به یې ور ډکول ، غوښتل چې نن د افغانانو هویت بدل کړي، بله ورځ به د افغانستان نوم بدل کړي، بیا د ډيورند کرښې ته رسمیت ورکړي، تر څنګ یې زموږ ملي سرود بدل کړي او داسې نور ملي ارزښتونه راڅخه واخلي ، بله موخه دا هم وه چې د یوه لوی قوم نفوس پټ پاتې شي ،د ولسي جرګې په تالار کې ډېر لوی اختلافات رامنځته شول ، یو ځل د احوالو د نفوسو د ثبت طرحه د ولسي له لوري رد شوه ، بیا مشرانو جرګې ته لاړه ، د دواړو جرګو د اختلاف په صورت کې له دواړو جرګو یو ګډه کمېټه جوړه شوه چې په دې کمېټه کې د احوالو د ثبت قانون طرحه ومنل شوه.
وروسته بیا هم. پردیپالو هڅه وکړه چې ددې ملي پروسې مخه ډپ کړي، یو شمېر بې ضمیره خرڅ شوي سیاسون د افغانستان د خلکو پرمختګ او یووالی نشي زغملی ، نو ددې لپاره چې ددوی شخصي ګټې په خطر کې نشي، نو د ملي ګټو خلاف موضوعات رابرسېره کوي.
د افغانستان یو شمېر سیاسونو او ولس تر آخېره مبارزه وکړه چې برښنايي پېژند پاڼې د ووېشل شي، خو د افغانانو د هویت له ذکر سره.
د برښنايي پيژند پاڼو ګټې !
لومړی د طبعیت تذکرې لرل د هر افغان مسوولیت او حق دی کله چې یو وګړی پېژند پاڼه له ټولو مشخصاتو سره ولري په ورځينیو چارو کې به له ستونزو څخه خلاص وي.
دوهم د برښنايي پېژند پاڼو په وېش سره د افغانستان ټول نفوس مشخص کېږي، نوره به دا بهانې نه وي چې یو نا مسووله شخص د د یوه یوه قوم د نفوسو په اړه بې مورده خبرې وکړي.
دریمه ګټه یې دا ده کله چې د یوه هېواد نفوس مشخص شي نو څرګندېږي چې کوم ولایت څومره اړتیاوې په هر لحاظ لري چې ورته رسېدنه وشي.
څلورمه ګټه یې دا ده چې موږ شفافې ټاکنې غواړو که موږ برښنايي پيژند پاڼې ولرو نو د ټاکنو پروسه هم کمپيوټري کېږي او هېڅوک په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه نشي کولی نو بیا به ولسي جرګې ته هغه استازي راځي کوم چې د ملت غوښتنه وي.
او داسې نورې ډېرې ګټې لري.
زموږ د حکومت مشرانو په دې درې کلونو کې یې له ډېره ډلو سره جګړه وکړه یوه د دولت مخالفه ډله وه ، بله د دولت په منځ کې د دولت سیاسي مخالفه ډله ، چې سیاسي مخالفین له وسله والو مخالفینو څخه ډېره خطرناکه وي.
بیا هم، آفرین د زموږ په دې ملي مشرانو وي چې هیچاته یې وار ورنکړ چې د افغانستان ملي ګټو ته زیان ورسوي.
قدرمنو ولسونو موږ شفافیت غواړو، موږ سوکاله افغانستان غواړو د حکومت مشرانو نن ورځ دا فرصت موږ ته برابر کړ چې برښنايي پېژند پاڼې واخلو تاسو هم لکه څنګه چې د هویت په سر مو کلکې مبارز وکړې د وېش په پروسه کې هم همداسې مبارزه واوسئ ، تر څو له خپلو حقونونو بې برخې نشو نو ضروري ده چې ټوله کورنۍ مو برښنايي پېژند پاڼې ولرو.
د برښنايي پېژند پاڼو د پروسې پيل موږ یو ګام خپلو هیلو ته نور هم نېږدې کوي، د یوه روښانه افغانستان په هيله