د نړۍ پنځه هېوادونه، چې په ۲۰۱۷ کال کې ترټولو ډېر پوځي لګښتونه کړي

روهي (پنځه نۍ/۱۳د غوايي)، د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د جګړې د پراخوالي، د غښتلو قدرتونو ترمنځ د سياسي او پوځي سيالۍ او په اټومي مسايلو د هېوادونو ښکر په ښکر کېدنه، هغه څه دي، چې په ۲۰۱۷ کال کې يې د پانګې ډېره برخه په پوځي لګښتونو مصرف کړې ده.

د يو راپور له مخې په ۲۰۱۷ ز کال کې د امريکا متحدو ايالتو، چين، سعودي عربستان، روسيې او هندوستان هغه هېوادونه دي، چې تر ټولو لوړ پوځي لښګتونه يې کړي دي.

په ۲۰۱۷ ز کال کې امريکا ۶۱۰، چين ۲۲۸، سعودي عربستان ۶۹.۴، روسيې ۶۶.۳ او هندوستان ۶۳.۹ مېلېارده امريکايي ډالر پيسې په پوځ او پوځي تجهيزاتو لګولي دي.

که څه هم په اوسنۍ روانه پيړۍ کې، روسيه د امريکا په مقابل کې په سياسي او پوځي سيالۍ کې ده، خو د پوځي لګښتونو برخه يې د امريکا په پرتله څو ځلې ټېټه ښودل شوې ده.