د امریکا الوتکې لوېدو له امله ۵ تنه وژل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۳مه) په راپورونو کې راغلي، په امریکا کې د هوايي ځواک یوه لویه باروړونکې پوځي الوتکې لوېدو له امله ۵ چلوونکی یې مړه شوي دي.

د امریکا هوایي ویلي، ې یوه سي – ۱۳۰ ډوله الوتکه د ساوانا ښار هوايي ډګر ته نژدې نسکوره شوې ده.

د سرچینو په وینا، د پيښي ځای ته د ژغورنې او اور وژنې عمله رسیدلې ترڅو کوم ژوندي پاتې ته مرسته ورسوي.
 
د پيښي له ځایه ترلاسه شوي عکسونه ښيي چې الوتکه په بشپړه توګه ویجاړه او له منځه تللې ده.