جنرال باجوه په کوټه کې د شيعه هزاره اعتصاب کوونکو خيمې ته ورغی

روهي (څلورنې/۱۲ د غوايي)، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه په کوټه ښار کې د شيعه هزاره ګانو د اعتصاب کوونکو خيمې ته ورغلی او له دوی يې غوښتنه کړي، چې اعتصاب ته د پای ټکی کيږدي.

جنرال باجوه د پاکستان د کورنيو چارو وزير احسن اقبال سره يو ځای دغه خيمې ته ورغلي او دوی ته يې ډاډ ورکړی، چې د امنيت په اړه به يې جدي اقدمات وکړي.

په کوټه ښار کې د جلیله حیدر په نوم يوې هزاره پيغلې له تېرو پنځو ورځو راهيسې د هزاره ګانو د نا امنيت او هدفي وژنو د مخنيوي په موخه اعتصاب کړی وو.

نوموړې د پاکستان د پوځ د لوی درستيز او کورنيو چارو وزير په غوښتنه خپل اعتصاب مات کړي.

په پاکستان کې لږکي هزاره ګان هم ژوند کوي، چې له تېرو څو کالونو راهيسې د هدفي وژنو له امله د پاکستان په حکومت نيوکې کوي، چې د خونديتوب په اړه يې فکر نه کوي.