
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۲مه) داعش ډلې داسې انځورونه خپاره کړي، چې له په کې له انسانه توغندی جوړ شوی دی.
په راپورنو کې راغلي، داعشیانو د سوریې په یرموک ښار کې له یوه نیول شوي سوریایي سرتېري توغندی جوړ کړی او بیا یې چاودنه ورکړې ده.
برتانوي سن رسنۍ خبر ورکړی، چې نیول شوی سرتېری یې په رسیو ټینګ تړلی، بارود یې ورسره ایښي او بیا یې سر کښته او پښې پورته د یرموک ښار له یوې ودانۍ څخه لاندې راغورځولی دی.
د خپاره شویو انځور له مخې، دغه شخص چاودنه کوي.
د داعش ډلې له لوري د دا ډول انسانانو وژل یوه نوې طریقه ده.
وړاندې دوی د افغانستان په ګډون په نورو هېوادونو کې د وژلو بېلابېلې طریقې ازمایلې دي.
له دې وړاندې داعشیانو انسانان ژوندي سوځوي، په بمونو کېنول او په ورته ډول له نورو طریقو یې هم استفاده کړې ده.