پاکستان کې ستر هوایي ډګر پرانیستل شو

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۲مه) د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، تېره ورځ ددغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په پاکستان کې تر ټولو ستر هوايي ډګر پرانیست.
 
ددغه هوايي ډګر چارې په ۱۳ کلونو کې بشپړې شوې دي.
 
ویل شوي، چې په ۱۹ کیلیومتره مربع ساحه کې رغول شوی دی.
 
دا هوايي ډګر په اسلام اباد کې موقیعت لري او د معلوماتو له مخې په یاد هوايي ډګر کې سینما، پلورنځایونه، هوټلونه او نورې ورته اسانتیاوې هم موجودې دي.
 
په عینې کې به ۲۵ الوتکې ترې استفاده کوي.