روسیه کې زرګونو کسانو پر انټرنيټي ازادۍ محدودیتونه غندلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۲مه) د راپورونو پر بنسټ، په روسیه کې تېره ورځ په زرګونو کسانو د مسکو په لارو کوڅو کې ددې لپاره راوتلي و، چې د چارواکو له خوا پر انټرنيټي ازادۍ د محدودیتونو پر ضد شعارونه ورکړل شوي وو.
 
دا لاریونونه د مې د لومړۍ نېټې یا د کارګر د ورځې د نمانځلو پر مهال شوي دي چې شااوخوا سل زره کسانو په کې ګډون وکړ.
 
تر دې وړاندې هم په مسکو کې د حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني په مشرۍ زرګونو کسانو د ټلګرام د بندولو په اعتراض کې لاریون وکړ.
 
ناوالني ویلي دي چې له خپلو پلویانو سره به د مې په پنځه نېټه بله دغه شان مظاهره هم وکړي.