‎افراطګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې په افغانستان کې د ماتې په حال کې دي!

‎آيا په حقېقت کې هم د دولت مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې د اسلام په نوم جګړه کوي؟ او که غواړي دوی سیاسي قدرت ته ورسېږي؟

‎لومړی افراطګر نوره په نړۍ کې ځای نه لري دوی د افغان امنیتي ځوامونو په وړاندې د جګړې توان نلري نو ځکه په وحشي بریدونو سره غواړي د افغانستان خلکو کې وېره خوره کړي.

‎ددې له پاره چې په افغانستان کې د جنایتکارانو جنایت پټ پاتې شي د بیان پر آزادۍ بریدونه کوي څو ددوی وحشت څخه پرده پورته نشي د داعش په څېر موږ هېواد کې د نظام په منځ کې جنایتکاره ‌‌‌‌‌‌ډلې هم لرو چې دوی خپله د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په نوم او مرستو سره په ځینو جنایتونو کې لاس لري.

‎داعش ‌‌‌‌‌‌ډله د اسلام مدافعین هم ندي ځکه هغه څه چې داعش ترسره کوي په هېڅ دین او مذهب کې نشته.
‎دوی سیاسي قدرت ته رسېدل هم نه غواړي ځکه چې دوی هېڅ کوم ‎خاص دلیل د جګړې د دوام د پاره نه لري.

‎د اسلام په نوم د داعش افراطګر ه ډله په نړۍ کې یو نوم بدې او او ظالمه ‌‌‌‌‌‌ډله ده چې پيدایښت یې د عربي هیوادنو څخه وه ، چې د اسلامي بیرغ تر چتر لاندې یې په اسلامي هېوادونو کې پراخ خونړي بریدونه ترسره کړل د سوریې په حلب ښآر یې بې شماره بریدونه وکړل چې اوس هم دوام لري، همداسې د عراق ، ‌‌‌‌‌‌ډېری ښارونه یې ونیول او غیر انساني کړنې ترسره کړلې.

‎وروسته د داعش فعالیتونه افغانستان ته هم وغزېدل چې د ننګرهار ولایت کې ځينې ولسوالۍ یې ونیولې، ماشومان شهیدان کړل، قومي مشران یې شهیدان کړل، ځوانان ېې شهیدان کړل، دا چې زموږ افغان امنیتي ځواکونه د پاکې عقیدې، او قوي عزم لرونکې دي ، او ولس یې هم تر څنګ ولاړ دی په ننګرهار کې یې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ته یې د فعالیت د دوام اجازه ورنکړه، لوی مرکزونه یې له منځه لاړل ، را‌‌‌‌‌‌ډیو یې له منځه لاړه، داعش ونشو کولی خپل فعالیتونه پراخ کړي، یو څو ورځې یې د زابل ولایت په ځينو ولسوالیو کې فعالیت پيل کړ خو خوشبختانه د افغان امنیتي ځواکونو په مېړانې د دوی فعالیتونه هلته هم له منځه لاړل، داعش چې اوس مهال يوه ‌‌‌‌‌‌ډارنه او جنایتکاره ‌‌‌‌‌‌ډله ده په غیر انساني بریدونو سره غواړي افغانان بې اتفاقه کړي، پر خپل دولت یې بې باوره کړي ولس د بیان پر آزادۍ بې باور کړي، په ټاکنو یې بې باور کړي ، داعش ‌‌‌‌‌‌ډله چې نوم او نښان یې ندی معلوم تل پر مذهبي ځایونو خونړي بریدونه کوي.

‎سره له دې چې داعش په افغانستان کې د مخامخ جګړې توان نلري خو د افغانستان خلکو د پاره لا هم یو لوی تهدید دی دا تهدید یواځې د افغانستان د پاره نه بلکې د نړۍ او سېمې هېوادونو د پاره هم دی، د داعش او نورو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو د ځپلو په موخه ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېرو هېوادونو ته سفرونه وکړل او په امنیتي کنفرانسونو کې یې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ او له پاکستان څخه یې په وار وار غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې د صداقت وکړي چې بدبختانه پاکستان تر اوسه د ترهګرو په له منځه وړلو کې کوم جدي اقدام ندی کړی.

‎تر دې دمه د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې هېڅ هېواد عملي اقدام ندی کړی، خو موږ په خپلو زړورو امنیتي ځوامونو ویاړو چې داعش او نورو وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو ته یې سخته ماتې ورکړې.

‎که په ټوله کې موږ دا موضوع را ټوله کړو نو دې پایلې ته رسېږو چې هېڅ مخالفه ‌‌‌‌‌‌ډله زموږ په هېواد کې سیاسي قدرت ته ځان نشي رسولی.

‎د ترهګرو او افراطګرو ‌‌‌‌‌‌‌ډلو د ختمېدو د پاره د حکومت پالیسي او برناوې د پام وړ دي دا چې زموږ افغان امنیتي ځواکونه په یواځې توګه ددې ‌‌‌‌‌‌ډلو په وړاندې جنګېږي او ماتې ورکوي دا وړه خبره نده.

‎ د حکومت په داخل کې داسې سیستم باید جوړ کړي او هغه اشخاص تشخیص کړي کوم چې د دولت له مخالفینو سره مرسته کوي او نېږدې اړیکې ورسره لري. ‎دا به زموږ د نظام داخل پاک کړي.

‎موږ به انشاءالله خپلو هیلو ته رسېږو، ځکه موږ اوس هغه وسیده ولس نه یو چې هر چا د ځان په ګټه یې له موږ استفاده وکړه ، موږ اوس هغه ولس یو چې د دولت تر څنګ به درېږو، د خپلو اتلو امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوو.

‎د پرديپالو په وړاندې به درېږو او د هر راز ناوړه پلانونو مخه به یې نیسو. ‎که یو شو دا هیله مو هم پوره کېږي.

‎د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله