
ليكونكى : عبدلجبار كاكړ
THE HOLY QURAN IS A BOOK OF GUIDANCE AND DELIVERANCE FOR HUMANITY ALL TIMES TO COME BUT FOR IT TO BE USED AS A WEADON BY SOME IN ORDER TO CONTROL THE MINDS OF A SECTION OF POPULATION TO INCITE VOILENCE FOR THEIR SELF SERING ENDS IS AN EVIL DEED COMMITTED AGAINST GOD AND THE HOLY BOOK
ژباړه قران شريف د خدائى پاك لخوا موږ ته د سمى لارې لارښودنه كوى او د بشر او د انسانيت د ښيګڼى لارښودنه كوى نه يواځى د اوس دپاره بلكې د هميش دپاره خو د ځينې چا لخوا دا د وسلى وارو ګاريږى چې ددې لارې دوى وكولى شى چې د يوى ډلى دماغ په خپل واك او كنټرول كښې وساتى او د خپلو ګټو دپاره د هغه څوك و تشدد ته وګرځوى چې دا يو بد او ناوړه عمل دى هم د خدائى پاك او هم د قرآن په ضد..
د رسول پاك(ص) درحلت وروسته چې د اسلامى دولت چارى د دوى (ص) څلور يارانو پرله پسې تر سره كړى په د هغه دور كښې د اسلام د سولى او امنيت بيرغ په يو شمير نورو ملكو رپيدل روان شو او په لويه كچه نور ملكونه د اسلام د سولى كرارى او د بشر دوياړ لرونكې بيرغ لاندى راغلل او په د هغه ملكو كښې زياتره غير عرب يا عجم وو نود څرګنده خبره ده چې د دوى ژبى دود دستور او كلتور بيل او جلاو او ددې څنګه د اسلام لمن هم پراخه شوى وه نو څرګنده خبره ده چې تر پخوا به نوى او بېلا بيلې لانجى پوښتنى او خبرى به رامختي كيدى او هم داسې وشول خو د وخت د تېريدو سره د قرآن حديث په بيا كښې دينې او دينوى زده كړى او علموم رامخ ته شول او لوئى لوئى علماء رامخ ته شول او لوئى لوئى ديني مدرسى پوهنتونه او د علم لوئى لوئى مركزونه جوړ شول چې بغداد..كوفه
او په دهغه لويه اسلامى نړۍ كښې د وخت هر ډول دينى او دينوى علومو او زده كړو پلټنې او ښورنى په لويه كچه روانى شوى د نورو ژبو څخه بې شميره كتابونه ژباړه كړل شول چې د نورو پرمختياو د څنګه په سائنس جغرافيه مدنيت او نورو څانګو كښې دومره پرمختيا وشوه چې د اسلام هغه دور تر ننه پورى ياديږى خو بيا يو داسې دور رامخ ته شو چې سائنس د اسلام ته ضرر وګڼل شو او د هغه پايلي دا را ووتي چې د اسلام او ددې پوهانو دهلو ځلو او لاس ته راوړنى و نورو ته پاته شوى هغو ګټې ځينى واخستې او مسلمانان په وچ ډګارپاته شول او نن ې حال موږ ټول وينو خو د بده مرغه نن هم چې د چا ايمان او عقيده كمزورى ده هغه نن هم په د هغه خبره ولاړ دى خو كه موږ و ګورو نو د اسلام كښې هر هغه څه شته چې د بشر په ګټه وى.
د اسلام په لومړى او دويمه سليزه كښې هم ځينې داسې ډلى راپورته شوى چې د اسلام لاره په خپله خوښه تپله چې په هغه كښې يوه ډله خوارج په نامه وه كه څه هم اسلام لارښودنه داده چې لاضررو لاضررفى اسلام ژباړه په كوم كار كښې چې بل ته زيان رسيږى هغه ناروا دى خو د هغه خوارجو دريځ دا وو چې څوك د اسلام په لارښودنو عمل نه كوى هغه مسلمان نه شى كيدى په كاردې چې داسې څوك ووژل شې او دوى خوارجو د خپل ځان په چپه نور ټول مسلمانان مشر كين او واجب القتل ګڼل روايت دې چې يوه ورځ امام ابوحنيفه(رح) په جومات كښې ناست ووشاګردان ې هم ورسره ناست و ناڅاپى د خوارجو يوه ډله جومات ته راننوتله خلګ ټول په منډه شول امام صاحب ورته وويل تښتې مه په كراره كښيني يو خارجى چې د ټولو مشر وو د امام صاحب و خواته راغى ورته وويل تا سو څوك ياست..؟ امام صاحب وويل موږ مستعيريو او خدائى وائى
وان احدمن المشركين استجارك فاجره حتى لسمح كلام الله ثم ابلغه مامنه
ژباړه كه په مشركينو كښې څوك ستاسو نه پناه غواړى نو پناه وركړى ددې دپاره چې د خدائى(ج) كلام اوري بيا ئې خپل د امن ځائى ته ورسوى د خوارجو نيت داوو چې دوى امام ابوحنيفه به خپله عقيده بيان كړى د كفر تور به په ولګوو او مړى كړو خو د امام صاحب جواب دوى ودى ته مجبور كړل هم هغه وو چې د دوى سردار خپلو ملګرو ته وويل دوى ته قرآن واوروي او خپلو كورونو ته ې ورسوى.
د خوارجو يوه لويه ډله د امام صاحب په كور باندى وروختله اووي ويل د كفر نه توبه وكړه هغه وويل ستاسو د كفر مې توبه ده د خوارجو دا عقيده وه چې په ګناه كولو انسان كافر كيږى يا دا چې ګناه او كفر يو دې د امام صاحب مطلب دا وو چې كوم شى ته تاسو كفر واياست د هغه نه مې توبه ده ولې چې امام صاحب فرض او عمل د ايمان جزنه بولى بلكى وائى چې ايمان دعقيدى نوم دې چې د زړه سره اړه لرى او فرايض او اعمال د خوارجو كار دى كه يو څوك ايمان لرى خو عمل نه كوى هغه ته موږ كافر نه شو ويلى خو هغه ښه مومن هم نه شى كيدى.
نن د چې اسلام په ضد باندى څومره د سيسي روانى دى د هغه څخه مسلمانان ځغورل د ډېر لوئى پوهانو دنده جوړيږى خو د بده مرغه ډېر لږ داسې علماء اوس هم سته خو د هغو ږغ څوك اورى ولې چې نړۍ وال ضد اسلام او د هغو ځائى لاس پوځى د دهغه سپيځلى اسلام په جامو كښې ځان و خپلو ګټو ته رسوى او زموږ سپيڅلې خلګه د دوى په د هغه لوبه كښې راګير دى.
موږ ته زياتره خلګ وائې چې لږ څه پوهيږى خو د پښتونوالى تر چوكاټ نه راوځى موږ دا وايو چې د لوئى څښتن(ج) شكر دى چې موږ پښتانه هم يو او مسلمانان يو د امام ابوحنيفه په مذهب يو خو د بده مرغه زموږ په خاوره د پخواڅخه باندنيو وور بل كړى دى چې د هغه دورانى تخم دوى سليزى د مخه اچولى وو خو د تېرو ديش پنځه ديش كلو چې په د هغه خوار ولس چې څه تېر شو هغه ژوندى قامو دپاره دايرولو وړنه وى خو كيدى شى چې موږ هغه نه يو..؟ څنګه لوبه چې د پښتون افغان ولس سره وشوه دا زموږ ازلي دښمن پخوا ددې بنسټ ايښي وو چې د سيمى څخه وتلې و نومړى ې پښتون په بيلو بيلو سيمو كښې وويشي ولې چې دوى ته ورڅرګنده وه چې د دوى را روان وخت ته تر ټولو لوئى خنډ هم د هغه قام دى او بيا دا هم ورته څرګنده وه چې هم د هغه قام په اسلام هم ډېرميبن دې كه څه هم دوى په (انګريز)اسلام دومره مبن نه وو خو اسلام ته د دوى ضرورت وو ولې چې د وخت شوروى اتحادنه يواځى په ټوله نړۍ كښې په ډېر زور را روان وو په زياته بيا ې په افغانستان او نورو وروسته پاته ملكو ې ډېر اغيزى كړى وى شوروى د مخ نوى او دمينځ وړلو دپاره نه يواځى د زور د لارې بلكې د نورو لارو باندى ټوله پنګه واله نړۍ يوه خوله وه دوى يوه خواته په ډېره لويه كچه وسلى زيرمه كړى وى بلې خواته د نړۍ سياست مدارانګريزانو هم دا سنجولى وه چې شوروى اتحاد كه راګيره وو نو د هغه افغانستان او دى خواته پښتنې سيمه ډېره جوړه سيمه ده ولې كه ويجاړونكې وسلى ګاريږى نو به د نورو په خاوره ګار شى چې مرى هم به د دوى څخه به په زراو ميله لرى وى نو ځكه دوى د اسلام د سپيڅلى دين په نامه جګړه پيل كړه چې بيله د ويجاړونكې وسلى نور نو هره وسله ګار شوه پښتانه او د اسلام په نامه چې كوم څوك كډوال شول او په هغه حال كښې اوس هم ژوند كوى هغه هم د چا څخه پټ نه دى او بلې خواته د پرون مجاهد د نن تهره ګر چا جوړ كړى او ددې د څنګه نن بيا ولې پښتانه په دومره كچه ولي وژل كيږى د دوى ښوونځې روغتونونه لوئى لارې او هر څه ې اوس هم ورانيږى آن دا چې په سوات ملاكنډ بلكې په ټوله پښتونخوا كښې چې څه نورې بدى وشوى او كيږى او اوس په دواړو خوا كښې چې د هرى خوا څومره وګړى وژل كيږى چا ددې شمير كړى دى چې مخالف لورى خپل هر مړى دورځى لس واره شميرى وروستى خبره داده چې د هغه خوار ولس د مخه هم د نورو د ګټو دپاره او نن هم د نورو دپاره وژل كيږى وطن ې ورانيږى او دواړى خواوى چې ځان د خپلې خاورى ساتونكى بولى دوى د نورو دپاره به ناپوهى كښې كار كوى چې دا هغه سوچ نه كوى..
........................................................