
اکثریت افغانان د ټاکنو پروسې په شفافوالي بې باوره دي ،او وايي موږ پر ټاکنو باور نلرو ځکه چې بیا به هغه جنایتکاره اشخاص ملي شورا ته لار موندي کوم چې د افغانستان په بربادۍ کې یې لاس درلوده، او
یا هغه استازي به بیا ملي شورا ته لارموندي کوم چې د ولس په رایه راغلل او د ولس په رایې یې ملنډې ووهلې.
اوس پوښتنه دا ده چې دغو اشخاصو خپله ملي شوراته لاره موندلې که ولس دوی دې ځای ته ورسول؟
دا معمول دی چې د ټاکنو پر مهال نوماندان ولس ته غوړې وعدې ورکوي پيسې مصروي ، ځوانانو ته د کار، زده کړو، او داسې نورې ژمنې ورکوي.
سره له دې چې ولس پوهېږي دا ښاغلی د کابل او د ټول هېواد په جنایتونو کې لاس لري، په غلا، اختطاف، قاچاق کې لاس لري ، همدا ولس ورته کمپاین کوي ، رایه ورکوي ملاتړ یې کوي او تر ملي شورا یې رسوي، اوس نو د شفافیت څخه ولې اندېښنه کوئ؟
تېر به هیر کړو ، خو کړنې یې باید په یاد ولرو . ځکه دا ښې تجربې دي زموږ د پاره.
اوس چې په هر څه ښه پوهېږو ، باید قومیت ، کلیوال، دوستي ، پيسې، او غوړې وعدې پرېږدو.
ددې په خاطر چې راتلونکې کې بیا ونه زورېږو، موږ باید علمیت ، جرآت، وطندوستي ، ملي ګټو ژمن اشخاص انتخاب کړو.
اوس تله د ولس په لاس کې ده ، ولس د نور چاته ددې اجازه نه ورکوي چې له پاکو احساساتو یې ناوړه ګټه پورته کړي، او ځان قدرت ته ورسوي.
جنایتکاران د خپلو جنایتونو د پټولو په خاطر د خلکو زړونو کې وېره اچوي څو له ټاکنو لرې پاتې شي، دوی هڅه کوي څو ولس پر ټاکنو بۍ باوره شي او سیاسي قدرت په خپل کنټرول کې وساتي.
هره ورځ د ټاکنو په مرکزونو بریدونه ، په افغان خبریالانو نننی برید دا ټول پلان شوي بریدونه دي دا جنایتکاران هڅه کوي چې د ولس اذهان د دولت په وړاندې هم خراب کړي.
دا یې وخت دی چې ولس په شاه لاړ نشي دوی په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي د هېواد د ښه امنیت د پاره له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه همکاري وکړي ، د جنایتکارو مخ د ور تور کړي ، لرې نده چې یوه ورځ به ددې وطن هر قاتل ، هر غل ، هر جنایتکار دې ولس ته حساب ورکوي، دا ټول په هغه صورت کې کېږي چې ولس له دوی څخه وېره ونلري، دوی ته په ټاکنو کې وخت موقع ورنکړي ملاتړ یې پرېږدي.
اوس وخت ددې دی چې د ځوان فکر پر مټ هېواد ښه لوري ته بوځو.
اوس مهال موږ زیاد تحصیل کړي ځوانان لرو ، ځوان کادرونه لرو اوس موږ نه مجبور یو او نه اړتیا لرو چې پخوانیو ناپوهه او ظالمه څېرو څخه ملاتړ وکړو.
د ټاکنو د شفافیت تر څنګ ولس د امنیت څخه هم اندېښمن دي، نېږدې دوه اونۍ کېږي چې د ټاکنو د پاره د نوم لیکنې پروسه پيل شوې ، خو لا هم خلک په هغه لیوالتیا ګډون پکې نه کوي لکه پخوا چې یې ګډون کولو.
د ټاکنو د ثبت مرکزونو امنیت ساتنه د دولت مسوولیت دی ، کله چې زموږ افغان امنیتي ځواکونه په پوره صداقت سره د خلکو امنیت څخه ساتنه وکړي دا راز بریدونه نا ممکن دي.
زموږ کشفي او استخباراتي ارګانونه چې ښه امکانات هم په لاس کې لري باید خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره کړي،کله چې د دولت مخالفینو سره همکاري نه وي دوی ځانونه مهمو ځایونو ته نشي رسولی.
او ولس هم مسوولیت لري چې کله هم مشکوکه موضوع یې ترسترګو کېږي د پولیسو مراکزو ته د احوال وکړي.
ولس د دا وار خپله هره رایه په پوره بۍدارۍ سره وکاروي ، ځکه چې یوه رایه ددې ولس سرنوشت ټاکي.
ښه اشخاصو ته رایه افغانستان ښه لور ته بیايي.
د جنایتکارانو ملاتړ مو بیا بدبختیو ته رسوي، نو بیا به ګیله نه کوو. راځئ چې د يوه مرختللي هېواد د پاره ټاکنو کې ګډون وکړو.