
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۱مه) د رسنیو راپورونو پر بنسټ، امریکایی حکومت تیار شوی، چې پر هند بې پيلوټه جنګي الوتکې وپلوري.
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې هېواد یې دا الوتکې د پولو ساتنې لپاره په کاروي.
له دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې هند به ۲۲ بې پيلوټه څارګرې الوتکې وپېري، خو اوس ویل کېږي چې دغه الوتکې جنګي دي.
د یادو الوتکو په اړه ویل کېږي، چې له ځان سره توغندي لېږدوي، بریدونه کوي او په ځمکه او اوبو کې خپل هدف په نښه کولی شي.
هند د امریکا د وسلو او مهماتو ستر پېرونکی هېواد دی.
د الوتکو جوړونکو شرکتونو ویلي چې په دې برخه کې دوی د الوتکو ضمانت کوي او ټول رمزونه به یې هند ته په واک کې ورکړل شي.