
روهي (درې نۍ/۱۱ د غوايي)، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد طريف وايي، چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه چې اسرائيلو کوم پټ مالومات تر لاسه کړي هغه پخواني دي او د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته څو کاله پخوا ښودل شوي وو.
جواد ظريف ويلي، چې د اسرائيلو د لومړي وزير بنیامین نتنیاهو هغه وروستۍ څرګندونې او ادعاوې، چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه يې د تازه مالومات تر لاسه کړي، دروغ دي او نتنیاهو سپين دروغ ويلي.
د اسرائيلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو تېره ورځ په يوې تلوېزیوني وینا کې ويلي، چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه يې ۵۵ زره مخه او ۵۵ زره فيلونه ډيجيتلي اسناد تر لاسه کړي دي، چې درې سي ډي ګانې کيږي او يوه کاپي به يې د امريکا متحدو ايالتو حکومت ته هم وسپاري.
نتنیاهو زياتوي، "د اسرائيلو استخباراتو په تهران کې د ايران د اټومي پروګرام د پټو اسنادو يو ذيرمه موندلي، چې د ياد هېواد د اټومي پروګرام په اړه يې ډېر پټ څه رسوا کړې دي."
ايران او اسرائيل له اوږدې مودې له يو او بل سره کړګېچنې اړيکې لري، چې لاملونه يې د ايران اټومي پروګرام او په فلسطين کې د اسرائيلو ظلم او د ايران لاسوهنې ښودل کيږي.