په وینو سرې کامرې او روښانه انځورونه!

په یوې اونۍ کې له سلو زیات ملکیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د پېژندپاڼو په یوه مرکز له خونړۍ پيښې وروسته، د کابل په امنیت لرونکي یا شنه سیمه کې دوو پر له پسې چاودونو هېواد وال بیا غمجن او ویرجن کړل.

زما په فکر دا پېښې د رسنیو د ځپلو او ډارولو لپاره طرحه شوې وې؛ او د نورو هیوا والو سربېره یې د رسنیزو همکارانو د کورنیو او ملګرو زړونه مات، په آه او په فریاد کړل.

ژمنتیا او د واقعیتونو خپرول، د رسنیو تر ټولو لوی جرم دی. له یوې خوا خلکو ته حقایق ښکاره کوي؛ او له بل لوري دښمنان پیدا کوي.

تاسې پوهیږئ! شرمیدلي ترهګر تل د چاودونو او بریدونو وروسته، پرو پاګند کوي چې د دوی په پېښو کې ملکیان نه بلکې پوځيان وژل شوي دي.

او پر عکس کله چې د دولت له لوري دوزخي ترهګر مرداریږي؛ دوی بیا وايي چې پوځيانو مونږ نه، ماشومان او ملکیان وژلي دي.

خو دا رسنۍ دي چې د دوی دروغ افشا کوي.
خبریالان خپل مسلک او ملت سره د مینې او وجداني مسؤلیت له کبله آن تر ډېرو نا امنه سیمو ځي؛ ترڅو خلک له رښتیا خبر کړي.

دا رسنۍ دي چې؛ د وحشیانو وحشت او د جنایت کارانو جنایت رسوا کوي.
مفسدین او خاینین له قانون، بند او محکمې دومره وېره نه لري، څومره چې له رسنیزې رسوايي وېریږي.
کله چې حوزه، پولیس او محکمه د مظلومینو غږ نه اوري، همدا رسنۍ د دوی آواز تر اړوندو ادارو رسوي او د ستونزې حل ته یې اړ باسي.

همدارنګه د خلکو د پوهاوي، ويښتیا او هوښیارتیا لپاره رسنیزې هڅې بریالی او ګټور بلل کیږي.

په دې ورځو کې د رسنیو له لارې د غوایانو د غوبل، انقلاب، کودتاه، دسیسو او وژنو ځانکړي راپورونه او خبرونه خپریږي.

د غویانو د اومۍ او اتمۍ نیټې کارنامۍ، د دوی تېروتنې او وژنې، د دغو تورو ورځو په اړه د ملت لید او نظر او د دوی د ټکولو راپورونو به حتماً پخواني غویان او نني دریشي والان په غوسه کړي وي.

له یوې خوا رسنۍ د ټولنۍ هنداره او ترجمانه ده او ټولنه د دوی طرفداره ده؛ خو له بلې خوا دښمنداره هم ده!
په یوې ورځ د لسو رسنیزو کارکوونکو وژل کېدل یې ښکاره بېلګه ده.

زما په ګومان، له همکارۍ پرته هیڅ دوزخي ځانمرګی تر مهمو امنیتي کمر بندونو ځان نه شي رسولای.
دا د همکارۍ یوه سلسه ده؛ یوه وحشي ډله مردار ځانمرګی روزي او واسکټ ورته تړي، د افغانانو په وینو ککړه بله ډله ورته د موټر سایکل، موټر او بایسکل زمینه برابروي، جلاده بله ډله ورته د رسنیو کارت، نمبر پلیټ او اسناد برابروي او بالاخره یې د خلکو تر منځ رسوي.

د رسنیو کارکوونکي په دې پوهیږي چې د دوی رښتینې هلې ـ ځلې او د واقیعتونو وړاندې کولو بیه لوړه ده.
خو د رسنیو کارکوونکي، په ځانګړي توګه خبریالان او انځور اخیستوونکي، د ترهګرو، جنایت کارو او قاتلینو په څېر بې ننګه، ډارن او بې ضمیره نه دي!

تاسې ولیدل چې د رسنیو د نهو کاروکوونکو له وژل کېدو او د ځینو له ټپي کېدو څو شېبې وروسته په لسګونه نور خبریالان او انځور اخیستوونکي د پيښې په سیمه کې په پوره مېړانې او زړورتیا سره د خپلې دندې د اجرا او د ټولنې په وړاندې د خپل مسؤلیت د ادا کولو په حال کې وو.

د خپلو همکارانو او بې ګناه ملکیانو په ویر یې له سترګو اوښکې او له زړونو وینې څڅېدلې؛ خو مسلکي هوډ او اعظم یې نور هم پیاوړی و.

نو هغه ډلې او ټپلې چې د رسنیو د وېرولو هڅه کوي؛ له خپل راتلوونکي دې وېره ولري.

ځکه ډېر ژر به همدا رسنۍ د دوی اصلي څېرې افشا کړي او د دوی د هر نا روا، ظلم او بربریت جزییات به ملت ته وړاندې کړي؛ رسوا او ذلیله به یې کړي.