
یووالی د افغانانو په ګټه دی!
اوس هم نه یو کېږو، نو څه به کوو؟
د کلونو راهیسي بهرنۍ کړۍ مو په نامعلومه ګناه وژني او هېڅ زړه یې په موږ نه خوږېږي.
خو دا موږ یو چې یو د بل په وړاندې درېږو، بی خبر له دې چې زموږ ټولودښمن یو دی.
زموږ ټولو لویه ستونزه دا وه چې کله هم د بهرنیو کړیو په وړاندې ونه درېدو ، بهرنیو استخباراتو د خپلو دسیسو له مخې زموږ هېواد یې له خاورو سره خاورې کړ ، زموږ ټولې شمتنۍ یې له منځه یوړې زموږ
په سیاسونو کې یې ډلې جوړې کړې ، زموږ پياوړي مشران یې ترور کړل ، زموږ د مشرانو شخصیتونه یې ترور کړل خو بیا هم موږ غلي پاتې شوو، یواځنی کار مو دا وه چې د خپل نظام په وړاندې ودرېدو، که چېرې موږ ټول د یوه قوي نظام غوښتونکي شو نو باور لرمه چې د نړۍ هېڅ قدرت به په دې ونه توانېږي چې د افغانانو تر منځ نفاق واچوي.
موږ دا څلوېښت کاله تجربه کړله ، چې هیچا مو په حال زړه بد نکړ.
په دې څلوېښتو کلونو کې بهرنیو کړیو افغانان پرېنښودل چې یو قوي او با اقتداره حکومت او نظام ولري، نو ومو لیده چې د کورنیو جګړو په مټ یې ملیونونه افغانان شهیدان کړل ، او زموږ اردو یې له منځه یوړه زموږ پياوړي پوځي الوتکې یې راڅخه یوړې ، اساسي قانون مو له منځه لاړ، د همدې بهرنیو دسیسو پایله کې موږ د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله په شهادت ورسېد.
د جګړو پر مهال هیچا سره دا هیله نه وه چې یوه ورځ به افغانان د یوه منظم او قانونمنده حکومت څښتان وي.
خو اولس کاله وړاندې د موقتې ادارې په شروع سره مو هیلې ژوندۍ شوې د ډېر پرمختګونو موقع په لاس راغله.
اوس وخت د پرمختګ ، او د هېواد جوړونې دی.
د ملي یوالي حکومت په داسې مهال کې تشکل شو چې د افغانستان حالات سم نه وه بهرنۍ مرستندویه هېوادونو په افغانستان خپلې مرستې درولې وې، د هېواد ټول امنیت زموږ افغان امنیتي ځواکونو ته پاتې وه.
سیاسون مو په دوه ډلو وېشل شوي وه ،ټاکنې جنجالي شوې وې ، بهرنیو استخباراتو ته ښه موقع په لاس ورغلې وه ، هڅه یې کول چې د همدې سیاسي مخالفینو پر مټ زموږ وضعیت بیرته پخوانیو کلونو ته ورسوي.
خو د افغانستان د ولسمشر د افغانستان د زړه سوانده ، سیاسونو او د افغانستان د ولس ، قوي عزم اراده ، او زغم ددې سبب شو چې هېواد مو د تجزیې څخه بچ شو او د ملي یوالي حکومت تشکیل شو ، په لومړیو کې دا پروسه خلکو ته یو څه ستونزمنه وه خو دا چې موږ بله چاراه نلرله نو دا مو ومنله چې د ملي یوالي حکومت څخه ملاتړ وکړو.
اوس مهال ځينې کړۍ په خپلو هڅو سره غواړي د افغانانو اذهان خراب کړي.
اوس مهال د افغان حکومت مشران د نورو هڅو تر څنګ د سولې د پاره یوه لویه برخه ځانکړې کړې.
نو زه غواړم دا ووایم درنو افغانانو
راځئ چې یو شو پوهېږو چې حکومت کې مو ستونزې شته دي خو راځئ چې هغه وخت را یاد کړو چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې وې ، هره ورځ مو کورنۍ وژل کېدلې، د ژوند کولو د پاره مو هېڅ هیلې نلرلې.
اوس موږ د زده کړو موقع په لاس لرو.
ښځې او نارینه د کار کولو موقع په لاس لرو. زموږ د ارام ژوند د پاره زموږ امنیتي ځواکونه له ډېرو خطرناکو ډلو سره جګړه کوي او خپل ځانونه قربان کوي. د اساسي قانون د لومړۍ مادې له مخې افغانستان، خپلواك، واحد، اونه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دى.
موږ خپل یووالی ساتلی شو ، که موږ ونه غواړو هېڅوک مو یووالی له منځه نشي وړلی.
ټولنیزې رسنۍ کولی شي چې د افغانانو په یووالي کې ښه رول ولوبوي، دا به ډېر موثر کار
وي.
که موږ سر لوړی افغانستان غواړو نو ملي یووالي د پارن باید یو بل ته بلنه ورکړو.
د یوه قوي با اقتداره او تل پاتې افغانستان په هیله