اقتصادي ستونزې

د اقتصاد اساسي ستونزې د کموالې او نا محدوده غوښتنه په اساس دي. له همدې امله، لومړنۍ خصوصیت د اقتصاد دا دی چې څنګه وکولاي شو په ټولنه کې سرچینې را ټولي او په مناسب او اغیزمنو لارو باندې ولګوو؟
له همدې امله اقتصاد تل د درې پوښتنو سره مخامخ کیږې:
څه شئ تولید شي؟
څنګه تولید شي؟
او، د چا لپاره تولید شي؟

کمښت دا وایی چې دلته د مصرف محدودي سرچینې شته، د بیلګې په ډول د فوسیل د سوځیدو مواد او محدود کمیت د جوړ شویو توکو. د کمښت په خاطر، دلته د لګښت ثابت فرصت ته اړتیا ده – که ته یو شئ د سرچینې مصرف کوي، ته بل شئ نشي مصرف کولئ.

د کوچیني اقتصاد ستونزې:
۱- د موادو بهرنیتوب:
تل یوه ستونزه دا وي، هغه خلک چې په راکړه او ورکړه کې دخیل ندي د اقتصادي تصامیمو په نیولو سره ډیر بهرنې تاثیرات شتون لری. د بیلګی په ډول، که تاسو د سکرو د ډبرو نه توان تولید کړي،نو دا به د ټولي نړۍ د هوا په ککړتیا باندې تاثیر وکړي ( د اسید باران، نړیوال رطوبت). دا یو مشخصه ستونزه ده، د ډېر اغیزمني پایلی په تیارولو کې آزاد مارکیټ باندې تکیه نشو کولای. که موږ منفی بهرنیتوب را منځته کړو، کله چې غواړو مصرف یې کړو هغه نشو حسابولائ، دا په دی خاطر چې موږ ډیر مصرف کوو. که هر څوک خپلې ګټې ډیري کړی، نو موږ بیا ډیر اغیزمني پایله ته نشي رسولائ – مګر دا چې د سرچینو ضایع ده.

بهرنیتوب، کله کله د دولت مداخلي ته اړتیا لری. د بیلګي په توګه، مالیه په منفی بهرنیتوب ( مالیه په بوره) یا مالې مرسته په مثبت بهرنیتوب باندې ( د بیلګی په توګه وړیا تعلیم). او حتی د دولت مداخله د یو مارکیټ د حل په ناکامئ کې ( مثلا مالیات، خپل احتمالی مالیات رامنځ ته کوی، لکه څومره مالیه؟ آیا د مالیه نه تیښته شته؟)

۲- انحصار:
انحصار یو اقتصادي ستونزه ده چې ادم سمیټ هم په خپل کتاب (د ملتونو ثروت) کې خپله اندیښنه ښودلي ده. په بیلا بیلو دلیلونو باندې کمپنۍ کولائ شي انحصاری توان لاس ته راوړی – او د همدې له امله کولائ شي چې لوړ قیمت د مصرف کوونکو لپاره وټاکې. دا چې د کمښت بدیلونه لږ دی، انحصار کوونکې کولائ شي ډیره ګټه لاس ته راوړی د لګښت د مصروف کوونکو نه، چې دا باعث د نامساوات په ټولنه کې کیږي. انحصاری توان په هغو کسانو کې هم لیدل کیږي چې خپلو کارمندانو ته لږ معاش ورکوی.

پوښنته دا ده چې څنګه کولائ شو د انحصاری ستونزو سره معامله وکړو؟ دولت باید د سالم رقابت لاره هواره کړی، د بیلګې په توګه، د قیمتونو اداره کول تر څو د ډیر لګښت مخه و نیسي.

۳- نا مساوات/ فقر:
د منفی نظریاتو په خاطر نا مساوات د اقتصاد یوه اساسی ستونزه ګڼل کیږې لکه – د سرچینو غیر مناسب مهال ویش. که ټول ثروت د لږ سلنه خلکو مانا دا چې د لږو خلکو په لاس کی وي، دا به آرامتیا او فقر را کم کړی. مهال ویش د پیسو غریبو خلکو ته د ټولنې خالص استعمال ډیره وی.

نا مساوات یوه مهمه ستونزه ده. ګرچه، دا هم یوه اساسي ستونزه ده چې و پلټو څنګه فقر را ټیټ کړو؟ ډیرۍ د اقتصاد پوهان په دی موافق دی چې د مطلق فقر کمیدل یو ضرورت دی – خو دا به څومره وخت ونیسي؟ آیا زموږ موخه باید پوره مساوات وي او یا موخه مو د فرصتونو مساوات وي. بله موضوع دا چې کموالۍ فقر اندازه کوي او د فقر کموالۍ باعث د بی باوره پایلې کیږې – لکه، لوړ عواید مالیه په لوړ ګټونکې باندې کاری خنډونه رامنځ ته کوي. ورکول د ګټي هغو کسانو ته چې لږ ګټې د هغوی د کار هڅه را کموي، چې دا هم یو ډول نامساوات دی.

۴- بی ثباته بیې (نرخونه):
بعضي کرنیز مارکیټونه بي ثباته بیې لرلۍ شي. چې عرضه له تقاضا نه ډیره شي په بیه کی کمښت راولي او د بزګرانو په عوایدو باندی منفی تاثیر کوي. دا حتی باعث د دی کیږې تر څو د سوداګرۍ نه پاتي شو. دا بې ثباته مارکيټونه کولاۍ شي د اقتصادي ګټو په بدل کې د تاوان لامل شي.

۵- غیر منطقې موارد:
په ځینو شتمنو بازارونو کې، موږ بې ثباته بیې لیدلي دي چې د غیرقانوني زیاتوالي سبب کیږي، مصرف کوونکي د بازار په مینځ کې راټول شی، هیله مند دی ته وي چې د بیی لوړیدل به دوی شتمن کړې او د بیې نه دا تمه هم لري چې تل به لوړه وي.

لوی اقتصادي ستونزې:
۱- بي روزګارې:
بی روزګارې هم یوه لویه ستونزه په پرمختللیو اقتصادونو کې ده. د بیکارۍ اصلي لاملونه د سوداګرۍ د بدلون په دوران کې راځي. د توکو د تقاضا په وخت کې د توکو کمښت لامل د دی ګرځې تر څو خلک توکي وساتي. د اقتصاد د خراب حالت له کبله، د کارکونکو د تقاضا او عرضې تر مینځ نا برابره توپیر شتون لري. بې روزګارې هم د کارګرانو په بازارونو کې د چټک بدلون له امله رامنځته کیدئ شي، لکه، غیر مسلکي کارمندان د لوړو ټیکنالوژۍ په برخه کې د کار موندلو توان نلري. بېروزګاري ستونزه ده ځکه چې دا د سرچینو ضایع کول دي، مګر ډیر مهم دا، چې ډیر لوړو شخصي لګښتونو ته موږ رهبري کوي لکه فشار، جغرافیه، کم عاید او د ناکامي احساسات.

۲- اقتصادي کموالۍ:
کموالۍ د منفی اقتصادي ودی دوره ده – کموالۍ د اقتصاد په اندازه کې. دا د نابرابرۍ او بیکارۍ ستونزې زیاتې کوي.

۳- افراطیت (انفلاسیون):
که چیرې نرخونه د معاشونو او لږو ګټو نرخونو په پرتله چټک زیاتوالۍ ومومي نو لوړ افراطیت یو جدي ستونزه ده. د چټک لوړیدونکي نرخونو په وخت کې، خلک به د خپلې سپما په حقیقي شتمنۍ کې کمښت و ګوري. که چیري نرخونه د معاشونو په پرتله چټک زیاتوالۍ ومومي، نو بیا د خلکو په مصرف کې کمښت راځې. په عین حال کې، د چټکې لوړې بیه تشویش ناڅاپي رامنځته کوي او کیدای شي شرکتونه د پانګې اچونې او مصرف په برخه کې کم رنګه شي.
 
۴- د تادیاتو تعادل/ د اوسني حساب کسر:
د تادیاتو توازن باندې د اوسني حساب کسر معنی دا ده چې اقتصاد د صادراتو په پرتله ډیر توکي او خدمات واردوي. د دې اوسني حساب خساره تمویل لپاره، دوی د مالي / پانګې حساب په اړه اضافې ته اړتیا لري. د ډیرو عصري اقتصادونو لپاره، د محاسبې اوسني کوچنۍ خساره یوه ستونزه نده. په هرصورت، ځینو پرمختللي اقتصادونو د تادیاتو بحران بیلانس تجربه کړئ - چیرې چې لویه خساره باید د پور اخیستلو له لاری تمویل شي، او دا حالت عموما د پیسو د چټک تحلیل لامل ګرځي. مګر، دا خساره د نرخ د وارداتو قیمت لوړوي، د ژوند معیارونه کموي او د انفلاسیون (انفراطیت) لامل ګرځي.

۵- د تبادلې د نرخونو بي ثباتي:
په ځینو حالتو کې، د تبادلې نرخ اقتصادي ستونزې رامینځ ته کوي. د بیلګې په توګه، د یورو هیوادونه نشي کولئ د خپل یورو ارزښت د نورو یوروزون د غړو په وړاندې بدل کړي. ځکه چې د یونان او پرتگال په څیر هېوادونو کې د انفلاسیون کچه لوړه وه، دوی بي رقابته شوي. صادرات راټیټ شول، او دوی د اوسني حساب کسر خساره جوړه کړه، او د تبادلې زیاتوالئ د اقتصادي ودې د کمښت لامل شو.

له بلې خوا، چټکه خساره کولائ شي بیلا بلیلې ستونزې را منځته کړي. د بېلګې په توګه، کله چې د تیلو بیه راټیټه شوه، د تیلو صادر کونکو هیوادونه د صادراتو په عوایدو کې کمښت ولید، چې د پیسو ارزښت یې کم شو. د وارداتو د چټک نرخ لوړوالئ لامل د دواړو لوړ انفلاسیون او ټیټې ودي سبب ګرځې. چې دا یوه ډیره ستونزمنه حل لاره د پالیسي جوړونکو لپاره ده.