
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۱۰مه)په راپورونو کې راغلي، چې په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري ویلي؛ د افغانستان سولې لپاره د پاکستان مرسته ضروري ده.
ښاغلي احمد چودي چې په چیکاګو پوهنتون کې خبرې کولې وویل، امریکا او پاکستان ته په کار ده، چې په خپلو کې شته ستونزې حل کړي او په ګډه د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي..
د نوموړي په وینا، امریکا او پاکستان دوه سره ملګري هېوادونه دي او ددوی هڅې د راتلونکې لپاره مهمې دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې حساس وخت کې د دواړو هېوادونو لپاره په کار ده، چې اړیکې پراخې کړي او په سیمه کې د روانو ناندریو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
ښآغلي چودري، د پاکستان او امریکا اوسنۍ اړیکې بحراني وګڼلې .