کاغذ

وروستۍ لمړۍ یې له برګر څخه وکړه، په کاغذ یې لاس پاک کړل، د لارې په سر یې وغورځولو، د څنګ ملګری یې ټیټ شو، کاغذ یې د ګوتو په سرونو کې واخیست، قدمونه یې ورپسې ګړندي کړل. ښه شېبه یې مزل وکړ، د ارمان زړه طاقت ونکړ، وه یې پوښتل:

- دا کاغذ دې څنګه لاس کې نیولي؟! وه غورځوه!
ده وخندل، کړل یې:
- یوه شېبه صبر وکړه
بېرته یې مجلس ګرم کړ، دې تېر کال په لاس ته راوړنو غږېدل، چې اتل د ارمان له څنګ څخه جدا شو، وړاندې د کثافات دانۍ څنګ ته ورغلو، په کاغذ یې د لاس ککړ شوی ځای پاک کړ، په اشغال دانۍ کې یې واچولو، ارمان ددې کار په لیدو شونډه له غاښ لاندې کړه په چرت کې ودرېدو، د ښاروالۍ په مخامخ لوحه یې سترګې ولګېدې ورو یې له ځانه سره هغه متن ولوست:
- زموږ ښار زموږ کور