په سوات کې د خلکو له ګواښلو سره ـ سره پراخه غونډه وشوه

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي ۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران ویلي، چې د پاکستان څارګرو او امنیتي ادارو په سوات کې خلک ګواښلي و، خو بیا له ګواښونو سره ـ سره غونډې ته راغلل.
 
له دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې یادې غونډې ته خلک نه ور پرېښودل کېدل.
 
په غونډه کې د غورځنګ مشر منظور پشتین هم برخه واخیسته.
 
د سوات د پولیسو یوه مسوول په وینا، دوی د غونډې د امنیت ساتلو لپاره سلګونه امنیتي کسان ګومارلي وو.
 
 
په دغه ناسته کې په سلګونه ښځو هم برخه درلوده.