روسیه کې اورلګېدنې ۱۸۷۰کیلومتره ځنګل سوځولی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۹مه) په روسیه کې د اوروژنې ادارې ویلي، ددې هېواد په ختیځ کې په څه باندې اویا ځایونو کې اورګېدلی چې شاوخوا ۱۸۷۰کیلومټره ځنګل یې له منځه وړی دی.
 
د معلوماتو له مخې اورلګېدنې د خینجان په نوم د طبیعت د خوندي ساتلو ۳۷۰ کیلیومتره سیمه هم سوځولې ده.
 
د روسیې د اور وژنې ادارې په وینا، د اور وژنې په هڅو کې له ۲۸۰۰ زیاتو کسانو او د پنځه ویشتو الوتکو په ګډون ۴۹۵ وسایطو برخه اخیستې ده.
 
ویل شوي، چې اوس وضعیت کنټرول شوی او تر ډېره حده یې د اور د پراخېدو مخه نیولې ده.