روسیه: امریکا د سوریې وېشل غواړي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غويي۹مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف تیره ورځ د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا د سوریې د وېشلو هڅه کوي.
 
هغه زیاته کړې، پر روسیې د امریکا وروستیو بریدونو هلته وضعیت ډېر خراب کړی دی.
 
نوموړي ټینګار وکړ، چې د سوریې په دوما ښار کې د بشارالاسد د ځواکونو له لورې د کیمیاوي موادو د حملې په اړه رپوټونه چې د روانې میاشتې په پېل کې خپاره شو، د امریکا، بریتانیې او فرانسې لپاره پر سوریه د حملې پلمه وه.
 
د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم پر امریکا د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړ.
 
هغه وویل؛ امریکا په سوریه کې د ترهګرو ملاتړ کوي.
 
یادو درې واړه هېوادونو هوکړه وکړه، چې په سوریه کې خلکو ته د بشري مرستو په برخه کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.